ښرنه (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٨): د پکتيکا په دوو ولسواليو کې د څه باندې ٦٣ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې او يوه بله پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني د ليندۍ په نهمه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د څه باندې ٥٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ٣٠ بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه وايي: ((د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو په روغتيايي برخه کې مشکلات درلودل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به يې مشکلات تر ډېره کم شي.))
دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد سردار پژواک ته وويل چې دوى په روغتيايي برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
ده زياته کړه: ((زه باوري يم چې د دې شفاخانې په جوړېدو سره به تر ډېره زموږ مشکلات حل شي، خو غوښتنه مې دا ده چې شفاخانه ده او په ښه کيفيت بايد ورته کار وشي.))
همدارنګه د پکتيکا والي وويل چې د خيرکوټ ولسوالۍ په سيګاني کلي د څه باندې اته ميليونه افغانيو په لګښت د اته زره متره مکعبه استنادي دېوال د جوړېدو چارې هم پيل شوې.
ده زياته کړه: ((د دغه دېوال په جوړېدو سره به ډېرې ځمکې د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.))
همداراز والي وويل، د خيرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن کلي کې د درې ميليونه افغانيو په لګښت پر اووه کيلومټره سړک د چغل اچونې چارې پاى ته ورسېدې.
د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې حکومت بايد دوى ته ورته نورې پروژې هم عملي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن