ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د معلولیت لرونکو کسانو د ګومارنې کړنلاره  لاسلیک شوه

د معلولیت لرونکو کسانو د ګومارنې کړنلاره لاسلیک شوه

author avatar
1 Dec 2019 - 18:14
د معلولیت لرونکو کسانو د ګومارنې کړنلاره  لاسلیک شوه
author avatar
1 Dec 2019 - 18:14

کابل (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۸): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ترمنځ د معلولیت لرونکو افرادو د ګومارنې کړنلاره (طرزالعمل) لاسلیک کړه.

د معلولیت لرونکو افرادو نړیوالې ورځې نماځلو په مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر نادر نادري وويل: "ضرورت نه دی چې له معلولو وګړو سره مهرباني وکړو، بلکې مجبور یو د دوی د حقوقو تامین لپاره عملاً کار وکړو او وړتیا یې په نظر کې ونیسو."

د ده په وينا، معلولیت لرونکي افراد د نورو انسانانو په څېر د کار حق لري او له ټولو حقوقو برخمن دي.

نوموړي زیاته کړه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دغو افرادو د ګومارنې لپاره ځانګړې کړنلاره (طرزالعمل) لاسلیک کړه چې سر له ننه د تطبیق وړ ده.

هغه زیاتوي، له دې کړنلارې سره معلولو وګړو ته امتیازي نومرې، د خالي بستونو لپاره ځانګړې پاملرنه او نسبتاً اسانه پوښتنې ورته په نظر کې نیول کېږي.

نادري وویل، له معلولو وګړو سره د ملکي خدمتونو انستیتيوت په ځانګړو روزنیز پروګرامونو کې د کاري تجربې او کار کولو په برخه کې مرسته کولی شي.

د معلولو وګړو د امتیازاتو او حقوقو د قانون د ۲۲مې مادې له مخې په دولتي ادارو کې ۳ سلنه معلولو وګړو ته د کار موقع برابره شي.

خو د ملکي خدمتونو کمېسیون معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تقریبا ۴ سوه زره معلول وګړي دي چې تر اوسه په دولتي ادارو کې ۳زره ګومارل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون معلوله غړې شګفتې یعقوبي نننۍ غونډې ته وویل، تر اوسه په هېڅ اداره کې د ۳ سلنو په اندازه ګومارنې نه دي شوي، خو دغه کړنلاره د دوى د ګومارنې په برخه کې نورې ادارې هم هڅولی شي.

دې د لوړو زده کړو، پوهنې او ښاروالیو له مسوولینو وغوښتل چې د معلولو وګړو لپاره د زده کړو او په ښارونو کې د تګ راتګ لپاره پاملرنه وکړي.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د اداري اصلاحاتو او بشري حقونو کمېسیونونو د معلولو وګړو ګومارنې کړنلارې ته په اشارې وویل، قوانین او تګلارې جوړېدل اسانه دي، خو په کار ده چې دا عملي شي.

دی وايي، دولت مکلف دی د معلول وګړو حقوقو ته پاملرنه وکړي، ځکه کار او زده کړه د دوى حق دى او د نورو ښاریانو غوندې په ښارونو کې وګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.