Pajhwok Afghan News

سروې: له هرو لسو کسانو نهه له طالبانو سره د سولې خبرو ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۸): د اسيا بنسټ سروې ښيي، ۸۹ سلنه خلک له طالبانو سره د سولې خبرو لږ او یا ډېر ملاتړ کوي او سږ د تېر کال په پرتله سم لور ته د هېواد تګ ته د خلکو هیله مندي ډېره شوې ده.

خو سروې ښیي چې ۶۸ سلنه خلک لا هم له فساد نه سرټکوي، ۳۱ سلنه وایي چې اقتصادي وضعیت یې خراب شوی،  ۷۵ سلنه د ځان د خونديتوب په اړه وېره لري او ۴۳ سلنه نور وایي چې د نورو ستونزو تر څنګ د ښځو پر وړاندې ستره ستونزه د زده کړو د فرصتونو نشتوالی دی.

اسيا بنسټ “د افغانستان خلکو د ۲۰۱۹ کال سروې” نن خپره کړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد بنسټ په ټول افغانستان کې، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای له ۱۱مې د اګست تر اوومې، له څه باندې ۱۷۸۰۰ کسانو سره مخامخ مرکې کړي. د دغو کسانو يو پنځوس سلنه نارينه او ۴۹ سلنه ښځې دي.

د اسيا بنسټ مشر روح الله احمدزي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، د سروې د موندنو له مخې، ۵۸ سلنه خلک وايي، هېواد سم لور او ۳۶ سلنه وايي ناسم لور ته روان دی، خو پاتې نورو بیا ویلي چې نه پوهېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېر کال نږدې ۳۳ سلنه کسانو ويلي وو چې هېواد سم لور او ۵۲ سلنه ويلي وو چې ناسم لور ته روان دی.

خو د سروې موندنې ښیي هغه ۳۶ سلنه خلک چې وایي هېواد سم لور ته نه دی روان، د ناامنۍ وده، کمزورى اقتصاد، کمزورې حکومتولي، د بهرنیو ځواکونو شتون او خدماتو ته په ټېټه کچه لاسرسی یې لاملونه بولي.

روح الله احمدزی وایي، سروې کې وزګاري، اداري فساد، ځانمرګي بريدونه، کمزورې حکومتولي، د دولت کمزورې رهبري او د طالبانو شتون د افغانستان د خلکو د ناهيلۍ لاملونه ښودل شوي دي.

سوله

د اسیا بنسټ د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې وایي هېواد سم لور ته روان دی، له طالبانو سره د پخلاینې شونتیا، د سولې په خبرو کې د استازيتوب احساس، د ملي يووالي پر حکومت باور او د بیا رغونې چارې یې لاملونه بولي.

د یادې سروې په مټ جوړ شوي راپور کې راغلي:«یوه نوې پوښتنه چې په ۲۰۱۹ کال کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له هڅو څخه د افغانانو ملاتړ اندازه کوي، سږ کال د هغو خلکو تناسب چې له دغو هڅو کلک یا څه ناڅه ملاتړ کوي، ۸۸،۷ سلنه ده.»

 د سروې د موندنو له مخې، د ملاتړ دغه کچه په سوېل لوېديځ زون کې تر ټولو لوړه او ورپسې په ترتیب سره په سوېل ختيځ، ختيخ، مرکز، سوېل ختيځ، شمال ختيځ، شمال لوېديځ، مرکزي لوړې سيمې او لوېدېځ زون کې ډېره ده.

دغه راز د سروې له مخې، ۶۴ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې له طالبانو سره پخلاينه شونې ده، ۳۱ سلنه بيا وايي چې پخلاينه ناشونې ده، او پاتې نورو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سروې کې راغلي چې په ترتیب سره په سوېل لوېديځ، سوېل ختيځ، ختيځ، شمال ختيځ، لوېديځ، شمال لوېديځ او مرکزي زون هغه زونونه دي چې له طالبانو سره خواخوږي په کې شتون لري.

سرچینه لیکي چې د سروې ۷۵ سلنه ګډونوال د سولې په پروسې کې پر دولت باوري دي چې کولای شي سوله او پخلاينه وکړي، خو ۴۳ سلنه بيا پر دولت دغه باور نه لري.

په سروې کې راغلي چې د سولې د خبرو په اړه ۸۹ سلنه خلک له انټرنټ، ۷۹ سلنه له ټلوېزيونونو او ۷۸ سلنه له ملګرو او کورنۍ پوهاوی ترلاسه کوي.

امنیت

د سروې د موندنو له مخې، ۷۵ سلنه مرکه کوونکو ويلي چې د ځان د خونديتوب په اړه وېره لري.

دغه کچه د تېر کال په سروې کې ۷۱ سلنه وه.

په سروې کې، فزيکي يرغل، ناقانونه اخاذۍ، کيسه بري، د څارويو غلا، له کورونو غلا، وژنه، تښتونه او ځانمرګي بريدونه، جرمي پېښې او تاوتريخوالي ښودل شوي دي.

د سروې له مخې، په ترتیب سره وسله وال طالبان، غله، وزګار کسان، داعش ډله، نامسووله وسله وال، د دولت ضد نورې ډلې، جنګسالاران، قاچاقبران، پوليس او حقاني شبکه هغه ډلې ښودل شوي چې د کليوالو سيمو امنيت ګواښي.

خو سرچینه زیاتوي، چې په ښارونو کې په ترتيب سره غله، طالبان، وزګار کسان، داعش ډله، نامسووله وسله وال، د دولت ضد ډلې، جنګ سالاران، قاچاقبران، پوليس او حقاني شبکه هغه ډلې ښودل شوي چې د ښارونو امنیت ګواښي.

فساد

په سروې کې ۶۸ سلنه کسان په ورځني ژوند کې فساد يوه لويه ستونزه ګڼي.

د سروې ګډونوالو ویلي چې په ترتیب سره قضا يا محکمې، د ګمرک رياستونه، د ښاروالۍ او ناحيو چارواکي، د والي دفترونه او د دندې غوښتنې نورې ادارې هغه بنسټونه دي چې دوی په کې له فساد سره مخ شوي دي.

اقتصادي وضعیت

د سروې ۴۸ سلنه ګډونوالو ويلي چې د کورنيو اقتصادي وضعيت بدلون نه دی کړی، ۳۱ سلنه ويلي چې وضعيت يې خراب شوی او ۲۱ سلنه بيا وايي چې د کورنيو اقتصادي وضعيت يې ښه شوی دی.

خو په ورته مهال ۵۵ سلنه د سروې ګډونوالو ويلي چې د کاري فرصتونو وضعيت خراب شوی، ۳۶ سلنه ویلي چې بدلون يې نه دی کړی او نهه سلنه بیا وایي چې په هېواد کې د کاري فرصتونو وضعيت ښه شوی دی.

د ښځو وضعیت

د اسیا بنسټ موندنې ښیي چې د سروې ۴۳ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ښځو پر وړاندې ستره ستونزه د زده کړو د فرصتونو نشتوالی دی.

دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۳۴ سلنه خلکو ویلي چې ښځې خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري او ۲۴ سلنه نورو بیا ویلي چې کاري فرصتونو ته د ښځو نه لاسرسی هم د ښځو له ستونزو څخه دي.

دغه راز د یاد بنسټ د سروې له مخې، ۱۸ سلنه د سروې ګډونوالو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، ۱۴ سلنه د ښځو لپاره د خدماتو کموالی او لس سلنه نورو د ښځو ناسم اقتصادي وضعيت په دې برخه کې سترې ستونزې بللې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي:«موږ د اسیا بنیاد د اخري سروې له نشر څخه خوښ یو او د افغانستان خلک نن په دې باور دي چې په مثبت لور یې ګامونه اخيستي دي.»

د هغه په وینا، په روان کال کې د جګړې د ختمولو او سولې لپاره د افغان حکومت هڅې سبب شوې چې افغانان خپل  راتلونکي ته خوښ واوسي.

Views: 1

Exit mobile version