چاریکار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): سیمه ییزو مسوولین وايي چې تېره شپه د پروان ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې د وزیر قلندر په نوم غیر مسوول قوماندان او د نوموړي د ورور په ګډون د هغه څلور کسان وژل شوي دي.
د جبل سراج ولسوال سیف الله بېدار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیات د بې پیلوټه الوتکې په همکارۍ د ځانګړې قطعې د سرتېرو لi خوا د جبل سراج ولسوالۍ د ده بالا کلي په یوه بڼ کې شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې یو کس د دغه ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي او د وزیر او ورور په ګډون یې پاتې څلور کسان د جبل سراج ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده د یاد خبر په تایید ته وویل، وزیر په پروان ولایت کې د نامسوولو وسله والو قوماندان و چې له دې مخکې د امنیتي سرتېرو له څو عملیاتو په تېښته بریالی شوی و.
امنیه قوماندان وویل، وزیر او کسانو یې په غلا، باجګیرۍ او پر دولتي ودانیو د موشکو پر توغولو کې لاس درلود او د نوموړي په وژل کېدو به د پروان په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن