ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ناکامورا د وژلو پلان له هېواده بهر جوړ شوی و”

author avatar
5 Dec 2019 - 17:18
author avatar
5 Dec 2019 - 17:18

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د ډاکټر ناکامورا د وژلو پلان له هېواده بهر جوړ شوی او دغه بريد سياسي رنګ لري.

ډاکټر تيتسو ناکامورا چې د جاپانۍ PMS موسسې مشر و او په ننګرهار کې يې د کرنې، بيارغونې، ښوونې او روغتيا برخو کې فعاليتونه ترسره کول، پرون په جلال اباد ښار کې په وسله وال بريد کې ووژل شو.

په دغه بريد کې چې تر اوسه يې مسووليت چا نه دی منلی، د نوموړي پنځه نور افغان همکاران چې څلور يې ساتونکي او يو يې موټر چلوونکی وو، هم وژل شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د لېندۍ په ۱۳مه يې د دغه ولايت د ملي امنيت ریاست کې مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، ټينګار وکړ چې د ډاکټر ناکامورا د ترور پېښه له هېواده بهر پلان شوې ده.

هغه که څه هم د کوم هېواد نوم وانه خيست او په دې اړه يې ډېر جزئيات هم ورنه کړل، خو ويې ويل چې د ډاکټر ناکامورا وژنه سياسي رنګ لري.

دی وایي، پر ناکامورا له برید مخکې دوی له ګواښونو خبر وو، نو ځکه يې هغه ته اضافي ساتونکي ورکړي وو، خو ډاکټر ناکامورا تر ډېره له دغې چارې سره خوښ نه و، مګر بيا هم ورسره تعقيبي ساتونکي ګومارل شوي وو چې په بريد کې هغوی هم ووژل شول.

هغه زياته کړه: ((ډېر زيات تفصيل نه ورکوم، خو زموږ امنيتي او کشفي ادارې هلې ځلې کوي بعضې شواهد شته دي، بعضې معلومات شته دي، يو څه اجراات هم شوي، خو دا کومه طرحه چې د ده د قتل ترتيب شوې ده، دا په افغانستان کې نه ده، نو د دې تر شا سياسي لاسونه وجود لري.))

هغه هيله وښوده چې د ناکامورا له مرګ سره د هغه پيل شوې پروژې ونه درېږي او PMS موسسه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

د ناکامورا وژنه په کور دننه او نړيواله کچه وغندل شوه چې د افغانستان خلکو د جاپان د خلکو په څېر د نوموړي پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.