ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره دې یو منظم پلان ترتیب شي

6 Dec 2019 - 05:52
6 Dec 2019 - 05:52

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): ولسمشر غني د هوا ککړتیا له امله د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د هوا معلومولو د الو نصبولو ترڅنګ دې د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره منظم پلان ترتیب کړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ د ویاند د دفتر له خوا لېږل شوې او یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي، پرون ماښام د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه کې چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو او د ټولو اړوندو بنسټونو استازو هم ګډون درلود، د هوا ککړتیا د مخنیوي پر څرنګوالي بحث وشو.

خبرپاڼه کې کاږي چې ولسمشر غني د هوا د ککړتیا د مخنیوي کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې تفاوتۍ خپله نارضایتي وښوده او وې ویل، زه شخصاً د دغه کمېسیون ریاست پر غاړه اخلم.

ولسمشر ویلي، د لومړیو لسو ورځو په هرو دوه ورځو کې دې په بېلابېلو برخو کې منظمې غونډې جوړې او د هوا له ککړتیا څخه دې د خلکو د خلاصون لپاره منظم پلان طرحه شي.

سرچینه وايي چې وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجینر عزت الله صدیقي د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په برخه کې د عملي پلانونو د تطبیق په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

دغه راز نوموړي د هوا د ککړتیا د وضعیت، د هوا له کیفیت څخه د څارونکي سیستم او د هوا د کیفیت د ښه والي په موخه د خپلو کړنو په اړه خبرې وکړې.

صدیقي د ژمي په موسم کې په اوونۍ کې د رخصتۍ د یوې بلې ورځې د زیاتولو، په کابل کې د غټو بار وړونکو موټرو د تګ راتګ، د عامه پوهاوي او له ماسک څخه د استفادې د کمپاین، د ‌ډبرو سکرو په استفاده کې د کمبود په خاطر د مایع ګازو په کیفیت او بیې د ثابت ساتلو، د اوږدمهالې برېښنا د تامین، د هوا د څارنې سیستم د ایجاد، د اپارتمانونو د ګرمولو (تسخین) سیستم د څارنې، د عامه ترانسپورټ سیستم د ایجاد او د نیالیګو کښېنولو او څارنې په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وکړل.

همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر ريیس امرالله صالح هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه خبرې کړې.

هغه د زړو ټایرونو د سوځولو په ځانګړي ډول په حمامونو او د بې کیفیته ډبرو له سکرو استفاده په ژمي کې د هوا د ککړتیا عمده لاملونه وبلل او د ګرمولو لپاره د بدیلو سون توکو د لټون غوښتونکی شو.

ولسمشر په دې غونډه کې د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ویلي، د هوا د ککړتیا سنجوونکو دستګاوو پېرلو په موخه دې د چاپېریال ساتنې اداره خپل پیشنهاد وکړي چې د مالیې وزارت له لوري پیسې ورکول شي.

ولسمشر زیاته کړې، په راتلونکي غونډه کې د پنځو ښارګوټو په اړه چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلي وي، خپل پیشنهادونه وکړئ.

د هغه په خبره چې د یادو ښارګوټو او همدارنګه د خښتو بټیو له مالکانو سره چې د هوا د ککړتیا ستونزې یې ایجاد کړې دي، خبرې وکړي او په لسو ورځو کې دې حل لارې له منظم وړاندیز ضمیمه ور وړل شي.

ولسمشر  غني څرګنده کړې، ښارګوټي دې له لمریزې انرژۍ د استفادې په اړه خپل وړاندېزونه هم وکړي او په هغو ښارګوټو کې چې د غیرمعاري او نافلټر شوو ‌ډبرو له سکرو استفاده کېږي، مخنیوی وشي.
ولسمشر همداراز ویلي، یو پلاوی دې توظیف شي چې د ډبرو له سکرو د استفادې بېلابېل ابعاد و ارزوي او په حمامونو کې هم باید له ګازو استفاده وشي.

ولشمر غني زیاته کړې، باید د ماسکونو پېرلو وړاندیز ترتیب او د باکیفیته ماسکونو ډاډ دې ترلاسه او په راتلونکو څلورو میاشتو کې دې د هوا د ککړتیا اساسي لاملونه تشخیص شي.

ولسمشر ویلي چې مالیې وزارت دې د موټرو په تعرفو کې تغییر راولي او ترانسپورټ وزارت دې باربري اتحادیې تشکیل کړي.

هغه دغه راز د سرسبزۍ او نیالګیو کښېنولو په اړه وویل، په شلو ورځو کې د ځنګلونو په خاطر خپله طرحه وړاندې او د سېلابونو مخنیوي استنادي دېوالو مسئله دې هم حل شي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ واضح تمرکز باید په راتلونکو درېیو میاشو کې د عملي اقداماتو له مخې واضح پایلې ولري او هره میاشت د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې کابل ښاریانو ته نوی زېری ولرو.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هوا ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایتونه ډېر شوي دي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.