ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره دې یو منظم پلان ترتیب شي

ولسمشر غني: د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره دې یو منظم پلان ترتیب شي

author avatar
6 Dec 2019 - 10:22
ولسمشر غني: د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره دې یو منظم پلان ترتیب شي
author avatar
6 Dec 2019 - 10:22

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): ولسمشر غني د هوا ککړتیا له امله د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د هوا معلومولو د الو نصبولو ترڅنګ دې د هوا له ککړتیا د مخنیوي لپاره منظم پلان ترتیب کړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ د ویاند د دفتر له خوا لېږل شوې او یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي، پرون ماښام د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه کې چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو او د ټولو اړوندو بنسټونو استازو هم ګډون درلود، د هوا ککړتیا د مخنیوي پر څرنګوالي بحث وشو.

خبرپاڼه کې کاږي چې ولسمشر غني د هوا د ککړتیا د مخنیوي کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې تفاوتۍ خپله نارضایتي وښوده او وې ویل، زه شخصاً د دغه کمېسیون ریاست پر غاړه اخلم.

ولسمشر ویلي، د لومړیو لسو ورځو په هرو دوه ورځو کې دې په بېلابېلو برخو کې منظمې غونډې جوړې او د هوا له ککړتیا څخه دې د خلکو د خلاصون لپاره منظم پلان طرحه شي.

سرچینه وايي چې وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجینر عزت الله صدیقي د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په برخه کې د عملي پلانونو د تطبیق په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

دغه راز نوموړي د هوا د ککړتیا د وضعیت، د هوا له کیفیت څخه د څارونکي سیستم او د هوا د کیفیت د ښه والي په موخه د خپلو کړنو په اړه خبرې وکړې.

صدیقي د ژمي په موسم کې په اوونۍ کې د رخصتۍ د یوې بلې ورځې د زیاتولو، په کابل کې د غټو بار وړونکو موټرو د تګ راتګ، د عامه پوهاوي او له ماسک څخه د استفادې د کمپاین، د ‌ډبرو سکرو په استفاده کې د کمبود په خاطر د مایع ګازو په کیفیت او بیې د ثابت ساتلو، د اوږدمهالې برېښنا د تامین، د هوا د څارنې سیستم د ایجاد، د اپارتمانونو د ګرمولو (تسخین) سیستم د څارنې، د عامه ترانسپورټ سیستم د ایجاد او د نیالیګو کښېنولو او څارنې په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وکړل.

همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر ريیس امرالله صالح هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه خبرې کړې.

هغه د زړو ټایرونو د سوځولو په ځانګړي ډول په حمامونو او د بې کیفیته ډبرو له سکرو استفاده په ژمي کې د هوا د ککړتیا عمده لاملونه وبلل او د ګرمولو لپاره د بدیلو سون توکو د لټون غوښتونکی شو.

ولسمشر په دې غونډه کې د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ویلي، د هوا د ککړتیا سنجوونکو دستګاوو پېرلو په موخه دې د چاپېریال ساتنې اداره خپل پیشنهاد وکړي چې د مالیې وزارت له لوري پیسې ورکول شي.

ولسمشر زیاته کړې، په راتلونکي غونډه کې د پنځو ښارګوټو په اړه چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلي وي، خپل پیشنهادونه وکړئ.

د هغه په خبره چې د یادو ښارګوټو او همدارنګه د خښتو بټیو له مالکانو سره چې د هوا د ککړتیا ستونزې یې ایجاد کړې دي، خبرې وکړي او په لسو ورځو کې دې حل لارې له منظم وړاندیز ضمیمه ور وړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.