ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د وردګو یو قومي مشر تښتول شوی

په کابل کې د وردګو یو قومي مشر تښتول شوی

author avatar
9 Dec 2019 - 11:07
په کابل کې د وردګو یو قومي مشر تښتول شوی
author avatar
9 Dec 2019 - 11:07

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): ناپېژاندو کسانو د میدان وردګو ولایت یو قومي مشر حاجي عبدالباقي تېره شپه د کابل له خوشحال خان مېنې تښتولی دی.

د وردګو د قومي شورا غړي قاضي حبیب الرحمن ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه قومي مشر حاجي عبدالباقي تېر ماخوستن هغه مهال د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه جواد له سیمې وتښتول شو چې له جوماته کور ته روان و.  

د هغه په وینا، حاجي عبدالباقي چې شاوخوا اویا کاله عمر لري، د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ابتلې کلي اصلي اوسېدونکی دی. 

ابراهیمي زیاتوي: «دغه قومي مشر دروند او باشخصیته سړی دی، تل ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کوي، ډېر ښه زامن لري او له هېچا سره کومه ستونزه هم نه لري، بس دا مافیایي کړۍ دي چې زموږ هېوادوال ګواښي او له ستونزو سره یې مخ کوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وایي چې حاجي عبدالباقي د قلعه جواد له سیمې نادرکه شوی او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.