ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ولايتي شورا د مرستيال څوکۍ پر سر د دوو وکيلانو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی

د ننګرهار د ولايتي شورا د مرستيال څوکۍ پر سر د دوو وکيلانو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی

author avatar
9 Dec 2019 - 17:43
د ننګرهار د ولايتي شورا د مرستيال څوکۍ پر سر د دوو وکيلانو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی
author avatar
9 Dec 2019 - 17:43

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸):  د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو د تېرې پنجشنبې په ورځ ټاکنې کړي او د دغې شورا مرستيال يې ټاکلی دی.

دوی پرېکړه کړې چې پخوانی مرستيال عبيدالله شينواری نور مرستيال نه دی او اجمل عمر به د هغه ځای ناستی وي؛ خو عبيدالله شينواری دا چاره د قانون خلاف او د ځان پر وړاندې کودتاه ګڼي.

د ولايتي شورا د ټاکنو د طرزالعمل له مخې، د ولايتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې بايد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري ترسره او د اړوند ولايت سيمه ييزې ادارې او يوناما استازي يې بايد نظارت وکړي.

خو پژواک ته د لاسته راغليو معلوماتو له مخې، ټاکنې د کمېسيون له خوا نه دي ترسره شوي او ولايتي اداره او يوناما ورته هم نه ده راغوښتل شوې.

عبيدالله شينواری چې تازه د شورا له مرستيالۍ لرې کړای شوی، پژواک سره خبرو کې وويل، چې د شورا يو شمېر غړو ورته دسيسه جوړه کړه او اجمل عمر يې د ده په غياب کې د قانون خلاف د ده ځای ناستی ټاکلی دی.

هغه وايي، د قانون له مخې بايد ټاکنې د کمېسيون له لوري د هرې کلنۍ کاري دورې په سر کې ترسره شي؛ خو دوی له کوم قانوني موجب پرته دا کار کړی دی.

دی وايي: ((زه دفتر کې نه وم، دوی راغلي په نهو کسانو يې پرېکړه کړې، زما د دفتر قلف يې مات کړی او اجمل عمر يې زما په چوکۍ کېنولی دی، ما خو په خپل معاونيت کې د ډېرو ناقانونيو مخه نيولې وه، دوی به هره ورځ غير حاضر و، نو دوی نور زما فعاليت نه شو زغملی ځکه يې دا کار وکړ.))

خو د شورا بل غړی اجمل عمر چې تازه د مرستيال څوکۍ ته ټاکل شوی، وايي، د قانون له مخې د شورا دوه ثلثه غړي کولای شي چې د شورا رييس، مرستيال او منشي له دندو لرې او پر ځای يې نور کسان وټاکي.

هغه وويل، عبيدالله شينواری هم وروسته له هغې چې پخواني مرستيال لعل محمد دراني ولسي جرګې ته د کانديداتورۍ لپاره استعفی ورکړه، د ۷ غړو په رايه وټاکل شو، که هغه چاره قانوني وي، دا هم ده او که دا غير قانوني وي، نو هغه هم غير قانوني مرستيال و.

د ټاکنو د قانون له مخې، په هېواد کې هر ډول ټاکنې (ولسمشرۍ، ولسي جرګې، ولايتي شورا، ولسواليو شوراګانو، کليوالي شوراګانو) بايد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري ترسره شي.

دغه راز د دغه قانون او د ولايتي شورا ګانو د اداري پلاوي د ټاکنو د طرزالعمل له مخې بايد د ولايتي شورا د اداري پلاوي کلنۍ ټاکنې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري ترسره او ولايتي اداره او د يوناما استازي يې بايد نظارت وکړي.

خو د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس ذبيح الله وګړي پژواک اژانس ته وويل، د ولايتي شورا د مرستيال ټاکنې نه دوی ترسره کړي او نه هم ورته خبر ورکړل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.