ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ځینو جرمونو په تور ۹۹ کسان نيول شوي

ننګرهار کې د ځینو جرمونو په تور ۹۹ کسان نيول شوي

author avatar
9 Dec 2019 - 16:57
ننګرهار کې د ځینو جرمونو په تور ۹۹ کسان نيول شوي
author avatar
9 Dec 2019 - 16:57

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو په تېرو دوو اوونيو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۹۹ کسان نيولي او دغه راز يې لسګونه ميله وسلې، سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د نيول شوو کسانو له ډلې يو شمېر کسان، نشه يي توکي او وسلې او مهمات د لېندۍ په ۱۸مه د ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې خبريالانو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د امنیې قوماندانۍ پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۹۹ تنه د انسان تښتوونې، قاچاق، کورني تاوتریخوالي، قتل، غلا، نشه یې توکو، له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو او یو شمېر نورو قضیو په تړاو نیولي دي.

هغه زیاته کړه، په یاده موده کې پولیسو له نورو ځواکونو سره په ګډه او مستقل ډول په شینوارو، کوټ، شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو او د جلال اباد ښار په یو شمېر سیمو کې ۳۴ عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې ۹۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي، ۳۲ وسله وال مخالفین یې وژلي او ۹۷۵ کیلوګرامه نشه یې توکې یې هم ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان سمونوال ایمل نیازي وویل، په نیول شوو کې ۱۱ کسان د انسان تښتوونې، یو تن د قتل، یو تن د جنسي تېري، درې تنه پر یو کور د برید، ۱۳ تنه د نورو د ټپي کولو، ۸ تنه په پردیو توکو د دعوې، پنځه نفره د کورني تاوتریخوالي، څلور د غلا، دوه تنه تښتېدلي بندیان، ۶ د مبایلونو او درملو د قاچاق، یو کس د بې کیفیته شامپو جوړولو او یو شمېر نورو قضیو اړوند شامل دي.

هغه زیاته کړه، ۲۱ کسان په ځینو سیمو کې د ۹۷۵ کیلوګرامه نشه یې توکو،  ۲۱ تنه د وسله والو مخالفینو او وسله وال فعالیت په تور نیولي چې په کې  ۱۳ داعشیان له ۱۳ میله وسلو سره یو ځای دوه تنه غیر مسوول وسله وال، دوه تنه په قاچاقي ډول د بهرنیو اسعارو د لېږد او درې تنه له مخالفینو سره د اړیکو په تور په نیول شوو کسانو کې شامل دي.

د قوماندان په وینا، پولیسو په یاده موده کې له نورو ځواکونو سره یو ځای د مخالفینو یو مرکز، د مهماتو درې ډیپوګان، د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی واسکټ، دوه سوه بېلابېلې مرمۍ او یو شمېر نور مهمات ترلاسه کړي او له منځه وړي دي.

په همدې حال کې قومي مشر ملک فیض الله عمر چې په دغه خبري کنفرانس کې يې د پوليسو د لاسته راوړنو په تړاو خبرې کولې وويل، اتیا سلنه امنیتي وضعیت د اوسنۍ رهبرۍ په شتون سره ښه شوی دی.

دی وايي، پخوا ولسواليو ته په اسانۍ سفر نه کېده خو اوس دولتي کسان هم په ډېرې اسانۍ ټولو ولسواليو ته تللی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.