لښکرګاه (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د يوه رييس ارکان په ګډون ١١ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د سنګين ولسوالۍ د ٦١١ شاهراه کنډک په مربوطاتو کې د ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي: ((دغه چاودنه وروسته له هغه وشوه چې پوليسو غوښتل دغه ماين شنډ کړي.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ياد کنډک د پوليسو د رييس ارکان سمونيار بسم الله په ګډون ١١ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه پېښه د پوليسو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
والي زياته کړه: ((پوليسو ماين کشف کړی و، د دې پر ځای چې مسلکي کسان يې د شنډولو هڅه وکړي، د پوستې ټول سرتېري پرې راټول شوي او په دې وخت کې د ماين چاودنه شوې ده او تلفات يې ورته اړولي دي.))
بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ ناوخته د ګرشک- سنګين پر لويه لار د ترکود کارېز په سيمه کې پر حکومتي ځواکونو د تاکتيکي ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ٦١١ شاهرا کنډک د رييس ارکان په ګډون ګڼ شمېر نور پوليس هم وژل شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن