کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٨): له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګري ملتونه په دې برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې ستايي او پر لا زیاتو پرمختیاوو ټینګار کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره (يوناما) د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځنې په مناسبت ملګري ملتونه یوځل بیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له نوښته خپل ملاتړ په ډاګه کوي او د فساد د معافیت ننګولو په برخه کې یو لړ اخیستل شوو ګامونو ته اشاره کوي او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې د څرګند پرمختګ پر اړتیا ټینګار کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې اړه ويلي: "ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لیدلوری پیاوړی کوي."
هغه زیاته کړه: "سره له دې چې فساد په دوامداره ډول د افغانانو ورځنی ژوند اغېزمنوي او پر دولتي ادارو عامه باور کموي، نو ډېره مهمه ده چې همدا اوس د قوانینو پر عملي کولو تمرکز وکړو او له فساد سره د مبارزې د هوډ څرګندولو په خاطر له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي، چې سرغړونه کوي."
په خبرپاڼه کې راغلي، ملګري ملتونه د جزا د نوي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون او د ۲۰۱۷ کال د فساد پر ضد ستراتیژۍ په ګډون د فساد پر وړاندې د افغان حکومت د پورته شوو ګامونو ملاتړ کوي.
له نړیوالو همکارانو سره د نږدې همکارۍ له لارې، ملګرو ملتونو د فساد پرضد له عدلي مرکز (ACJC) سره چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی، د مشورې ورکولو، وړتیا لوړونې او د څارنې په برخه کې مرسته کړې.
سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه هغه امنیتي وضیعت درک کوي چې قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو هدفي وژنې غندي.
په داسې حال کې چې د فساد پرضد عدلي مرکز ((ACJC د فساد قضیو ته رسیدنه کړې، خو ملګري ملتونه یادونه کوي، چې دغه مرکز لا په لویه کچه د فساد په مخنیوي کې اغیزمن کار ندی کړی.
يوناما ويلي، د اداري فساد په اړوندو څیړنو په اړه د نیونې او احضار د پام وړ شمیر امرونه او له هېواده بهر د نه وتلو یا ممنوع الخروج حکمونه تراوسه نه دي عملي شوي او ډیر محکوم شوي د خپلې جزا د حکم د عملي کولو لپاره نه دي نیول شوي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د شته اقداماتو د لا ډیرو عملي کیدو او د نویو ستراتیژیو په رامنځ ته کیدو کې له کورنيو همکارانو سره متحد پاته کیږي.
سرچينې زياته کړې : "موږ په ګډه د عدالت لپاره ودریږو تر څو د قانون حاکمیت خوندي او په هېواد کې داسې فرصتونو ته زمینه برابره شي چې له ښېګنو یې ټول برخمن شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن