ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر بره کي برک ولسوالۍ کې څلور ماشومان وژل شوي

د لوګر بره کي برک ولسوالۍ کې څلور ماشومان وژل شوي

author avatar
10 Dec 2019 - 18:04
د لوګر بره کي برک ولسوالۍ کې څلور ماشومان وژل شوي
author avatar
10 Dec 2019 - 18:04

پل علم (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۸): د لوګر د بره کي برک اوسېدونکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو د توغول شوې مرمۍ له امله څلور ماشومان وژل شوي دي؛ حکومتي مسوولين بيا د پېښې پخلى کوي، خو دا نه مني چې مرمۍ دې د امنيتي ځواکونو له خوا توغول شوې وي.

د بره کي برک ولسوالی د ده شیخ سیمې یو شمېر اوسېدونکو د هغو ۴ تنو وژل شویو ماشومانو جسدونه د اعتراض په توګه د ولایت مقام ته راوړي وو او ادعا یی کوله چی د توپ مرمۍ د ملي اردو له مرکز څخه توغول شوې ده.

بره کي برک د مرکز پل علم سوېل لور ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي زمري پژواک خبري اژانس ته وویل، د توپ مرمۍ د ملي اردو له مرکز څخه فیر شوې او د دوى په کلي کې یې ۴ ماشومان وژلي دي، دوى د هغوی جسدونه د اعتراض په توګه د ولایت مقام ته راوړي دي.

ده زياته کړه، دوى له مسوولينو څخه غواړي چې دغه پېښه وڅېړي او د دې جنايت عاملينو ته سزا ورکړي.

د عطاءالله په نوم يو بل تن وويل: “د جګړې قربانيان عام خلک دي، کله مو طالبان وژني او کله مو امنيتي ځواکونه، موږ څه وکړو او چېرته لاړ شو. تاسو وګورئ چې دلته مو د څلورو وړو او بې ګناه ماشومانو مړي راوړي دي.”

دى زياتوي: “موږ د خپلو وژل شویو ماشومانو لپاره عدالت غواړو او که چېرې هغه سرتېری چی دا جرم یی ترسره کړی، ونه نیول شي او په سزا ونه رسول شي، موږ به لاریون وکړو.”

د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ په ده شيخ سيمه کې د غره په خوا کې ماشومانو بوټي وهل چې د توپ مرمۍ هلته لګېدلې او څلور ماشومان په کې وژل شوي دي.

دى وايي: “دا لا نه ده ثابته چې د توپ مرمۍ د طالبانو او که د امنيتي ځواکونو له خوا توغول شوې ده، خو والي له خلکو وغوښتل چې دوى خپل مړي خپل کلي ته انتقال کړي او موضوع به په پوره جديت او قاطعيت سره وڅېړل شي.”

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.