اسعداباد (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٨) : په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغليو او له ناپاکو رايو څخه دپاکو رايو د جلا کولو په موخه د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټکټ پلويانو په کونړ ولايت کې هم لاريون وکړ.
لاريون کوونکي چې شمېر يې له دوو زرو څخه ډېر وو، د ولايت په مرکز شهيدانو څلور لاري کې راټول شوي او پر کمېسيون يې غږ وکړ چې د طرزالعملونو له مخې دې پاکې رايې له ناپاکو جلا کړي.
د لاريون یوتن سمبالونکي او پخواني سناتور رفيع الله حیدري د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې په بې پرې ډول دې هغه رايې چې له بایومټرک څخه پرته کارول شوې وي باطلې اعلان کړي.
حیدري په یوه اته ماده يیز پرېکړه لیک کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له درملوک کمپنۍ سره دې شوی تړون په سمه توګه پلی کړي.
په پرېکړه لیک کې همدارزا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې دحکومت لاسوهنه په کلکو ټکو سره وغندل شوه .
د ثبات او همپالنې ټيم يو تن وياند پاينده حکمت چې په لاريون کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل : (( موږ ټاکنیز عدالت ، جمهوریت او ولسواکي غواړو. ))
هغه زياته کړه، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد سياسي زعامت په جعلي رايو وټاکي.
د يادونې ده چې په ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم لاريونونه کړي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن