ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو ځانمرګی له موټربم سره نیول شوی

ننګرهار کې یو ځانمرګی له موټربم سره نیول شوی

author avatar
10 Dec 2019 - 15:36
ننګرهار کې یو ځانمرګی له موټربم سره نیول شوی
author avatar
10 Dec 2019 - 15:36

جلال اباد(پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت ادارې په دغه ولايت کې يو ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې له يو موټربم سره يو ځای نيولی دی.

چارواکي وايي، بريدګر غوښتل په جلال اباد ښار کې پر يوه دولتي اداره موټربم بريد ترسره کړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې نيول شوی دی.

نيول شوی ځانمرګی بريدګر او موټربم د لېندۍ په ۱۹مه د ننګرهار ملي امنيت رياست کې خبريالانو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خبريالانو وويل، د ملي امنيت ادارې د دغه ولايت د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند د مولوي خالص فاميلیو کې يو ځانمرګی بريدګر له موټربم او دغه راز له يو همکار سره يوځای نيولي دي.

هغه زياته کړه، يوه نيمه مياشت پر دې قضيه باندې د ملي امنيت ادارې کار کړی او بالاخره تېره ورځ يې بريدګر لاس په لاس نيولی دی.

د نوموړي په خبره، بريدګر په وسله والو طالبانو پورې اړوند دی او په جلال اباد ښار کې يې يوې دولتي ودانۍ باندې د بريد پلان درلود.

نيول شوی ځانمرګی بريدګر رياض چې پر صدام حسين مشهور دی وايي، د جهاد په خاطر ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و او غوښتل يې پر بهرنيانو باندې ځانمرګی بريد وکړي، خو اوس نه پوهېده چې د پلان جوړوونکو پلان کوم ځای و.

دغه راز له نوموړي سره نيول شوی بل کسک سليمان شاه مشهور په زبير چې ځانمرګی او موټربم يې خپل کور کې ساتل، وايي، له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهيسې د طالبانو په ليکو کې فعاليت کوي.

هغه وايي، ځانمرګی او موټربم په خوږياڼو ولسوالۍ کې چمتو شوي وو او بيا ده ته د سره رود په بالاباغ سيمه کې وسپارل شول چې وروسته دوی ته د بريد ځای په نښه کېده.

چارواکي وايي، نيول شوي دواړه د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ اصلي استوګن دي چې د بريدګر همکار اوسمهال په جلال اباد ښار کې اوسېږي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.