ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: افغانستان باید د همکاریو بستر وي، نه د نیابتي جګړو ډګر

ولسمشر غني: افغانستان باید د همکاریو بستر وي، نه د نیابتي جګړو ډګر

author avatar
10 Dec 2019 - 10:30
ولسمشر غني: افغانستان باید د همکاریو بستر وي، نه د نیابتي جګړو ډګر
author avatar
10 Dec 2019 - 10:30

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۹۸): ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالو د مرستې او د “متحدینو مشورتي ډلې” د جوړېډو غوښتنه وکړه، ویې ویل، افغانان غواړي هېواد یې د نړیوالو همکاریو بستر وي، نه د نیابتي جګړو ډګر.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تېره ورځ د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس کې وکړې.

دغه کنفرانس د “سولې، مشارکت او هوساینې” تر عنوان د ترکیې په استانبول کې جوړ شو.

پر ولسمشر غني سربېره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په دغه کنفرانس کې برخه لرله.

سرچینه لیکي چې ولسمشر غني دې غونډې ته په وینا کې وویل چې ترکیه له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دېخوا د افغانستان په امنیتي سکتور کې څرګند رول لوبولی، تر ننه دوام لري او د اقتصادي همکاریو په برخه کې هم د افغانستان ملاتړ کوي.

ولسمشر د سیمه ییز اتصال په برخه کې له افغانستان سره د نړیوالو شریکانو د ګډو هڅو یادونه وکړه او د لاجورد او له چین سره د ورېښمو لارې په ګډون یې د ترانزیټي او سوداګریزو دهلېزونو د پرانیستو په خاطر د اذربایجان، چین، قزاقستان، قرغيزستان، روسیې، تاجیکستان، هند، ترکیې او ترکمنستان له هېوادونو مننه وکړه او وې ویل چې دغو دهلېزونو افغانستان پر دې قادر کړ چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیارد افغانۍ صادرات ولري.

اشرف غني پر واقعیت د چابهار بندر د بدلېدو په خاطر له هند او ایران نه مننه وکړه او د امریکا له متحدو ایالتونو یې په دې خاطر چې چابهار بندر یې په خپلو بندیزونو کې شامل نه کړ، قدرداني وکړه.

د هغه په وینا، د افغانستان محصولات نوو مارکېټونو ته رسېدلي، جلغوزي يې چین ته صادر شوي، د افغانستان مېوه او سابه هند او وچه مېوه یې کاناډا، فنلنډ، المان، برېتانیې او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادره شوي دي.

ده وايي: «موږ د مرکزي اسیا د انرژۍ د لېږد په خاطر سوېلي اسیا ته نږدې شوي یو، د ټاپي پایپ لاین په هرات کې د افغانستان پولو ته رسېدلی او زموږ په هېواد کې به یې د جوړولو چارې په راتلونکي کال کې پیل شي.»

ولسمشر غني له افغانستان سره د امنیتي، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د جامع بحث په خاطر له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو مننه وکړه او وې ویل چې پاکستان ته یې په خپل وروستي سفر کې د افغانستان د اقتصادي همکاریو لیدلوری او د سیمه ییزو سترو اقتصادي برنامو او د ترانزیټي او سوداګریزو پروژو د ضمانت په اړه، د افغان حکومت او خلکو هیله څرګنده کړې ده.

غني وویل، د اسیا زړه کنفرانس د ګډون کوونکو هېوادونو حکومتونو په ۲۰۰۲ کال کې له توکیو کنفرانس څخه په ۲۰۱۸ کال کې د جینوا تر کنفرانس پورې د افغانستان ملاتړ کړی چې د افغانستان د خلکو په ژوند کې یې مثبت اغېز لرلی دی.

ده تر سیمې هاخوا ګواښونه، تر سیمې هاخوا جرمي سازمانونه او په ځانګړي ډول نشه یي توکي د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او ورانۍ عوامل وبلل او زیاته یې کړه: «دغه اوږدمهاله ګواښونه همغږي، ځواب ویلو او ګډ مسوولیت منلو ته اړتیا لري او دی پر دې باوري دی چې له ډېرو کمو مواردو پرته، د دولتونو په توګه زموږ ځواب سست، پاشلی او لنډمهال دی.»

غنې وویل، افغانستان په ۱۹ او ۲۰ پېړیو کې د مرکزي، سوېلي، ختیځې او لوېدیځې اسیا د زېربناوو په سیستم کې یو ورک شوی پیوند بېرته سره نښلوي.

غني وایي، اوسمهال افغانستان د ګاز او تېلو د نل لیکو، رېل پټلۍ، لویو لارو او نوري فایبر شبکې څخه په استفادې د لویې ایروشیا د نښلوونکي په توګه بدل شوی چې سیمې ته به لا زیاته ګټه ورسوي.

هغه د اوبو، لمریزې او بادي انرژۍ د تولید په برخو کې د افغانستان د ظرفیتونو په اړه هم خبرې وکړې.

غني له ګواښونو سره د ګډې مبارزې او دا چې له انکشافي فرصتونو څه ډول استفاده وشي، خپل وړاندیزونه وکړل، وې ویل: «موږ باید له سیمه ییزو همکاریو او دولت جوړونې څخه ترلاسه کړي درسونه له یو بل سره شریک کړو.»

هغه زیاته کړه، د سپټمبر یوولسمې پېښې په رامنځته کېدو سره د باثابته، ډیموکراتیک او هوسا افغانستان لپاره د نړۍ ځانګړې اجماع رامنځته شوه او نن د افغانانو ګډې ګټې ایجابوي چې خپله اجماع نوې کړو.

هغه زياته کړه: «موږ افغانان غواړو چې خپل هېواد د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو بستر ووینو، نه د لنډمهاله ګټو د سیالۍ او نیابتي جګړو د ورانۍ ډګر.»

ولسمشر وویل، اړتیا ده چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې همکاري او د لیدلوري کچه پراخه شي.

هغه وویل چې د افغانستان په ختیځ کې داعش ماتې خوړلې او د القاعده سازمان رهبران له منځه تللي. دی وایي چې د القاعده دغه رهبران بهرنیان او په ځانګړي ډول پاکستانیان وو.

ده زیاته کړه چې له بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو تجربې افغانانو ته مهمې دي.

غني زیاته کړه: «په تېرو اتو میاشتو کې زموږ داوطلب امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته راغلي او نه یوازې پر طالبانو یې زیات فشارونه وارد کړي، بلکې هغه اته ولسوالۍ یې هم بېرته له طالبانو نیولې چې یوه لسیزه پرې هغوی کنټرول درلود.»

هغه وویل: «موږ ځانګړي او کومانډو ځواکونه دوه برابره او هوایي ځواکونه درې برابره کړي چې په پایله کې روان کال ۹۶ سلنه عملیات د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترسره کړي دي.»

هغه زیاته کړه، سږ کال په کورنیو چارو وزارت کې شاوخوا ۵۰ میلیارده افغانۍ سپما شوې ده.

غني دې ته په اشارې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنو امنیت په ښه ډول تامین کړ وویل: «موږ باور لرو چې د ټاکنو شفافیت د هغه اعتبار حتمي کوي او همدا راز ټاکنیز ټکټونه باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون قوانین او مقررات ومني.»

غني د افغانستان د سولې پروسې د هڅو په ځانګړي ډول د سولې د اووه ماده ییزه پلان یادونه وکړه او د ځانګړو استازو یا ملي امنیت سلاکارانو څخه جوړ د یوه کاري ټیم څخه یې د “متحدینو مشورتي ډلې” د جوړېډو وړاندیز وکړ.

هغه زیاته کړه: «زه د دغې ډلې غړي په کابل کې په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره رابولم چې د سولې په اړه د تېرو هڅو او زده شوو درسونو په اړه خبرې وکړي او مخ ته د حرکت په خاطر یوې اجماع ته ورسېږي.»

غني همداراز وویل: «زموږ حکومت د دې مشورتي ډلې د یوې برخې په توګه له تاسو غواړي چې د بین الافغاني مذاکراتو په کوربه توب کې زموږ سره همکاري وکړئ، څو دا ډاډ ترلاسه شي چې د سولې د خبرو په جریان کې په جګړه کې د ښکېلو لورو ترمنځ ارتباطي چینلونه پرانیستي دي.»

جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: «موږ باید د خپلو ګډو ګواښونو پر وړاندې یو ځای ودرېږو او دې ته سترګې پر لار یو چې تاسې سره ګډ کار وکړو، څو د سولې لپاره وروستي ګامونه واخیستل شي.»

په دغه کنفرانس کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: «که چېرې موږ تېرو اتو کلونو ته نظر وکړو، پوهېږو چې د استانبول پروسې له پیل راهیسې په ښه شکل روان یو.»

هغه د افغانانو قربانۍ یادې کړې او وې ویل، د افغان حکومت او خلکو له هڅو باید ملاتړ وشي او هېڅکله د دې اجازه ورنه کړل شي چې د تېرو ۱۸ کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې یې نابودې شي.

ده له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر زیاتوالي ټینګار وکړ ویې ویل، په هره بیه چې وي باید د افغانستان د سولې ملاتړ وشي او ګډې هڅې ترسره شي چې په افغانستان کې تروریستي ګروپونه نابود او په دغه هېواد کې خصوصي پانګونې او د سیمې د سترو پروژو تطبیق ته زمینه برابره شي.

اردوغان وویل: «موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او باید د نشه یي توکو پر ضد مبارزه وکړو او تر هغې چې اړتیا وي، موږ باید د افغان ځواکونو ترڅنګ و اوسو او ملاتړ یې وکړو.»

د ترکیې جمهور ريیس وویل، استانبول پروسه د سولې او همکاریو د پراختیا لپاره اساسي چوکاټ دی او له لارې یې باید سیمه ییزه ستونزې او ننګونې حل کړو.

هغه زیاته کړه: «په اتحاد کې برکت او په بې اتفاقۍ کې ناکامي ده، موږ کولای شو د سیمې ستونزې په ګډې همکارۍ سره حل کړو، که چېرې موږ همبستګي ولرو او متحد عمل وکړو، په هره اندازه چې دغه ستونزې سختې وي، کولای شو هغه حل کړو.»

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.