ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کولمبيا له افغانستان سره د کانونو استخراج په تخنیکي او نورو برخو کې همکاري کوي

کولمبيا له افغانستان سره د کانونو استخراج په تخنیکي او نورو برخو کې همکاري کوي

author avatar
10 Dec 2019 - 14:16
کولمبيا له افغانستان سره د کانونو استخراج په تخنیکي او نورو برخو کې همکاري کوي
author avatar
10 Dec 2019 - 14:16

کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): د کولمبيا هېواد د کانونو ملي ادارې د افغانستان کانونو له وزارت سره په تخنيکي، ظرفيت جوړونې او د کانونو استخراج په برخو کې مرستې کوي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطفي د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وزارت دپاليسۍ اوبرنامىې مرستيال ولي الله ځدراڼ د يوه پلاوي په مشرۍ چې په کې ډېرى تخنيکي مسوولين شامل دي، دا مهال په کولمبيا کې دی.

هغه زياته کړه، دغه لوړ پوړى پلاوى د کولمبيا هېواد د کانونو ملي ادارې له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې خبرې کړې او د ليدنو لړۍ يې اوس هم روان ده.

د نوموړي په وينا، له دغه سفر او خبرونو موخه د افغانستان د استخراجي سکټور د مديريت لپاره د ظرفيتونو لوړول او په استخراجي صنایعو سکټور کې د بنسټيز بدلون لپاره د ياد هېواد له تجربو ګټه اخيستل دي.

مطفي وايي: ((موږ به په تخنيکي او ظرفيتي برخو کې له کولمبيا هېواد سره په ګډه کار وکړو څو د افغانستان صنايع استخراجي سکټور لپاره د افغان حکومت تګلاره په سمه توګه عملي شي.))

ده وويل چې کولمبيا هېواد د کانونو ملي ادارې د مرستو او همکاريو د تخنيکي او ظرفيتي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند وايي، د افغانستان حکومت د استخراجي سکتور پاليسۍ د تګلارې د عملي کولو لپاره اړينه وه چې د ځينو هېوادونو له تجربو ګټه واخيستل شي.

ده زياته کړه، د کولمبيا د کانونو ملي ادارې چمتووالى ښودلى چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې شريکې کړې.

د مطفي په وينا، له دغه کار څخه موخه دا ده چې په ځينو برخو کې د تحقيقاتو، معلوماتو ته اړتياوي يا د کانونو په اړه عصري سيستم رامنځته شي،  نو په دې برخه کې د نورو هېوادونو مرستې او همکاريو ته اړتيا وي.

ده زياته کړه: ((نور هېوادونه په دې برخو کې ډېر کار او لګښتونه کړي او له افغانستان سره يې همکاري ډېر ارزښت لري.))

هغه وايي، کوم هېوادونه چې په دې برخو کې پراخې تجربې لري، افغانستان به ترې ګټه پورته کړي.

د يادونې ده، کولمبيا مس، اوسپنه، د ډبرو سکاره، مالګه، فلزات، د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو ډېر زيات  کانونه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.