خوست ښار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): د خوست ولايتي چارواکي په دغه ولايت کې د وسلو او مهماتو د يوې زېرمې د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکوي.
د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د ملي امنيت منسوبينو له خوا تېره شپه د خوست ښار ختيځ لور ته غرغښت لېسې ته څېرمه په يوه پټنځای کې کشف او ترلاسه کړې ده.
دغه وسلې او مهمات د لېندۍ په ٢٠ د ملي امنيت له خوا رسنيو ته وښودل شول چې په کې ۲۴۲ فيره د هاوان مرمۍ، ۵۶ د ميزائيل مرمۍ، ۸۲ د دهشکې بکسې، ۳۸۰ سرګلولې، ۵۰ بېلابېل ډوله ماينونه، ۲۵۰ حق السوق، ۳۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۳۰ د پسلغت بي مرمۍ، ۶۲ د ار پي جي حق السوق مرمۍ، ۶۱ د ار پي جي راکټ انداز مرمۍ او ۶ د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ شاملې دي.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان وايي له د دغو وسلو او مهماتو څخه د دولت وسله والو مخالفينو د سړک غاړې ماينونو او نورو ورانکارو کړنو کې ګټه اخيسته.
نوموړي چې په همدې اړه يې رسنيو ته خبرې کولې وويل، تر دې دمه د يادو وسلو او مهماتو په تور څوک نه دي نيولي، خو په وينا يې چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
بلخوا د خوست له امنيې قوماندانۍ پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې ياد څلور واړه وسله وال مخالفین د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې يو موټر، يو ټوپک او يو موټرسايکل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن