کابل(پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۸): د کورنيو چارو وزارت وايي، که هر زنداني یو کتاب مطالعه او په اړه یې معلومات وړاندې کړي د حبس په موده کې به یې شپږ ورځې کموالى راشي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ليندۍ په ٢٢مه د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه راغلي چې تېره ورځ د پلچرخي زندان د زندانيانو لخوا د لس ټوکه لیکل شویو او چاپ شویو کتابونو پرانیسته وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو کتابونو په پرانیستغونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار ډاکټر میرویس کوچي، د محبسونو او توقیف خونو چارواکو، قومندانانو او یو شمېر زندانيانو ګډون کړی و.
سرچينه ليکلي: " پر داسې مسودې کار روان دی چې له مخې به یې د هر هغه زنداني په حبس کې شپږ ورځې تخفیف راځي چې زنداني ۱۰۰ صفحې کتاب مطالعه او په اړه یې معلومات وړاندې کړي."
د سرچينې په وينا،د دې کړنې پلي کول به له زندانیانو سره مرسته وکړي؛ چې حرفوي مهارتونه یې زیات او له جرایمو وژغورل شي.
د راپورونو له مخې، دا مهال شاوخوا ۳۵ زره زندانيان د هېواد په زندانونو کې د بند شپې تېروي چې لس زره يې د پلچرخي په زندان کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن