ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: په علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې بايد بدلون راشي

غني: په علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې بايد بدلون راشي

author avatar
13 Dec 2019 - 09:16
غني: په علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې بايد بدلون راشي
author avatar
13 Dec 2019 - 09:16

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د علومو اکاډمي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه دي بايد ژور بدلون په کې راشي.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني د ژبپوه پروفیسور  ډاکټر سبستیان ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان د ورکولو پرمهال وکړې.

ولسمشر غني د جرمني د بن پوهنتون ژبپوه پروفیسور سبستیان کورت هاینه ته د افغانستان د ژبو او فرهنګ په اړه د دوی د غوره او قدر وړ څېړنو او خدمتونو د تقدیرولو په موخه، د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

جمهوررئیس پروفیسور سبستیان ته په خطاب کې وویل، د څېړنې له نظره ستاسو کار ډېر حیاتي دی. د ژبو نښانې د افغانستان په ټولو درو، ښارونو او کلیو کې دي هيله ده په دې برخه کې له فرهنګیانو سره کار وکړې.

دغه راز ولسمشر زياته کړه: ((علومو اکاډمي په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه ده، هغه شی چې تاریخ انجمن او پښتو ټولنې افغانستان ته وکړل، اکاډمۍ نه دي کړي نو په علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې باید اساسي بدلون راشي چې موږ په خپلو ټولو ژبو، زموږ پر ژوندي تاریخ او هغه تاریخ چې زموږ په وینه کې دی او نه ورباندې پوهېږو، باید پوه شو.))

ورپسې د بن پوهنتون ژبپوه پروفیسور سبستیان کورت هاینه وویل، هغه څه يې چې په دې ورځو کې لږ کشف کړي، د افغانستان د معنوي خزانې اصل او اصولو ته یوه ساده اشاره ده.  هغه حکمت چې لا نه دی کشف شوی، د بحران، جنګ او فاجعې د پردې تر شا دي.

پروفیسور سبستیان وویل، کابل پوهنتون کې په دې وتوانېده چې د ورکشاپ په بڼه له شلو ولایتونو سره په ګډه د پښتو ژبې تاریخ د لومړي ځل لپاره په بېلابېلو نړیوالو معیارونو تدریس کړي. د ده په وینا دا د پرمختګ په لور یو عظیم ګام دی.

نوموړي وویل، د افغانستان یووالی د ژبو وحدت پورې اړه لري او د افغانستان له شمال څخه تر جنوب او له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې بېلابېلې ژبې یوه بې مثاله خزانه ده، خوڅېړنو ته په کتو لا هم په دې برخه کې کار نه دی شوی.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.