ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي”

“طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي”

author avatar
22 Dec 2019 - 14:27
“طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي”
author avatar
22 Dec 2019 - 14:27

کندوز ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د کندوز اوسېدونکي او چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د نوو طالبانو جذبولو او روزنې په موخه د امام صاحب ولسوالۍ په ځنګل سيمه کې ستر مرکزونه جوړ کړي خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګل سيمه له تېرو لسو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.

هغه وايي: ((په دې سيمه کې اوس طالبانو لوى مرکزونه جوړ کړي، نوي طالبان د همدې مرکزونو له لارې جذبېږي، زده کړې ورکول کيږي او په همدې مرکزونو کې ځانمرګي بريدګر تربيه کيږي او ترڅنګ د ماين جوړولو اسانتياوې هم په کې شته دي.))

قاري زاده زياته کړه چې ولايتي شورا دغه مسئله څو ځلې له امنيتي مسوولينو سره شريکه کړې خو په اړه یې کوم اقدام نه دى کړى.

دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ اوسيدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان په ځنګل سيمه کې ستر مرکزونه جوړ کړي دي.

دى وايي: ((په دې سيمه کې طالبان هم جلب او جذب کوي او هم په کې نويو طالبانو ته روزنه ورکوي، دا زموږ لپاره ډېر د اندېښنې خبره ده.))

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوالۍ بل اوسېدونکي غلام حضرت پژواک ته وويل چې په ځنګل سيمه کې د کورني طالبانو ترڅنګ بهرني طالبان هم شته دي.

همدارنګه د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل: ((دا حقيقت دى کوم ځاى ته چې وسله وال مخالفين لاس رسى لري هلته خپل کسان هم تربيه کوي، د انتحاري واسکټونه او نور ماينونه هم په کې جوړوي.))

ولسوال دا هم وويل چې په یاده سيمه کې د وسله والو طالبانو د لويو مرکزونو شتون د سيمې يو شمېر نور هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال رشيد بشير پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه پلان لري ترڅو په ټولو هغو سيمو کې عمليات ترسره کړي چې د وسله والو طالبانو مرکزونه په کې دي.

بل لور ته بيا طالبان يادې څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګل په نوم سيمه کې دوى مرکزونه نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.