ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پښتو لهجوي قاموس” چاپ شو

“پښتو لهجوي قاموس” چاپ شو

author avatar
22 Dec 2019 - 17:22
“پښتو لهجوي قاموس” چاپ شو
author avatar
22 Dec 2019 - 17:22

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د پښتو لهجوي قاموس په پنځو ټوکونو کې چاپ او خپور شو.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس څېړنوال محمد اصف احمدزى وايي، د اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتيوت علمي غړو د پښتو لهجوي قاموس لیکنې په موخه له ۱۳۹۰لمريز کال را هیسې د هېواد له پنځو زونونو څخه د پښتو لهجو په راټولولو پیل وکړ، چې دا لړۍ تر دې دمه را روانه ده او تر اوسه یې د دې قاموس پنځه ټوکه په پوره دقت سره چاپ او خپاره کړي دي.

ده زياته کړه، د دې قاموسونو په هر ټوک کې د شپږو لویو لهجو راټولولو او لیکلو بڼه له (۱۰۰۰) معیاري لغاتو سره د تطبیق پر بنسټ ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، د پښتو لهجوي قاموس لومړی ټوک په ۱۳۹۵لمريز کال چاپ شوی دى چې په کې له ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو څخه شپږ – شپږ لویې قبیلې په پام کې نیول شوې دي او له هرې قبیلې څخه د زرو معیاري پښتو لغتونو د لهجو پوښتنه شوې ده. دویم ټوک هم د پورته معیار په پام کې نیولو سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لهجې رانغاړي.
احمدزى وايي، د دې قاموس درېیم ټوک په ۱۳۹۶لمريز کال خپور شوی دی چې د مرکز زون (کابل، پروان، کاپيسا، میدان وردګ او غزني ولایتونو) پښتو لهجې په کې راټولې شوې دي. دغه راز د دې قاموس څلورم او پنځم ټوکونه په ۱۳۹۸لمريز کال کې چاپ شوي چې په کې د لوېدیځ زون (کندهار، زابل، اروزګان، پکتیکا، هرات، فراه، نیمروز او هلمند) ولایتونو پښتو لهجې راټولې شوې دي.

دى زياتوي، د پښتو همدا لهجوي قاموسونه چې د پنځو ټوکونو مواد یې د هېواد په خورا سختو حالاتو کې د ساحوي څېړنې په اساس را ټول شوي، د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د علمي غړو ګډه څېړنیزه پروژه وه، چې په خورا صداقت سره یې د دې قاموسونو د لهجو راټولولو او لیکلو ته مټې را ونغښتې او دا دی د خپل زیار ثمره یې ټولنې او د پوهې څښتنانو ته وړاندې کړه.

د ده په خبره، د دې لهجو د راټولولو چارې د اکاډمیکو معیارونو په پام کې نیولو، د غږونو د تلفظ د ثبت او فونیمیک بڼې په لیکلو سره چمتو کړل شوي او چاپ شوي دي، چې د څېړونکو لپاره ښه مواد وړاندې کوي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.