ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د زېږون پر مهال د ميندو مړينه ٦٤ سلنه راټيټه شوې ده”

“د زېږون پر مهال د ميندو مړينه ٦٤ سلنه راټيټه شوې ده”

author avatar
22 Dec 2019 - 15:54
“د زېږون پر مهال د ميندو مړينه ٦٤ سلنه راټيټه شوې ده”
author avatar
22 Dec 2019 - 15:54

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۸): د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې اوس هم په هېواد کې له هرو سلو زرو ميندو څخه ٥٨٠ يې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت د اميدوارۍ برخې ریيسې زلیخا انوري د مرغومې په لومړۍ نېټه يوې خبرې غونډې ته وکړې.

هغې وویل چې سل په سلو کې د زېږون پر مهال د میندو د مړينې مخینوی امکان لري خو په هېواد کې ځينې ستونزې شته؛ ځکه يې تر اوسه په ټوليزه توګه مخنيوى نه دى شوى.

د انوري د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په هرو سلو زرو ميندو کې ١٦٠٠ يې د زېږون پر مهال خپله ژوند له لاسه ورکاوه خو اوس دغه کچه ٥٨٠ ته را ټيټه شوې ده.

د نوموړې په وينا، دا مهال ٦٠ سلنه مېرمنې د زېږون پر مهال روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري او پاتې نورې يې نه لري.

انوري زياتوي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د زېږون پر مهال په هر نيم ساعت کې يوه مېرمنه او په هر يوه ساعت کې يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدا راز په یادې غونډې کې د لوړو زده کړو وزارت مرستيال بري صدیقي وویل چې د مور او ماشوم د مړينې کچې د ټيټوالي په موخه بايد متخصص او مسلکي ډاکتران او قابله ګانې و روزل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له نایجریا وروسته افغانستان دويم هېواد دی چې د زېږون پر مهال میندي په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدار راز د قابلو ټولنې اجرائیوي غړې هیلۍ غرشین وویل چې اوس مهال په هېواد کې ۲۴زره قابلې په بېلابېلو برخو کې پر دندو بوختې دي.

غرشین وایي چې اوس مهال په هېواد کې په نسبي ډول د قابلګانو شمېر ښه شوی او په هر روغتون کې یوه قابله دنده ترسره کوي.

غرشین زیاتوي چې د ناامنۍ له امله قابله ګانې نه شي کولاى په ولايتونو کې په اسانۍ سره دندې ترسره کړي.

همدا راز يوې قابلې پروین پژواک ته وویل چې د هېواد په درېیو ولایتونو کې په عملي برخه کې له قابلو  سره یو ځای کار کوي او په عملي بڼه يې روزي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.