ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د فابريکو ډېرښت هوا ککړه کړې

جلال اباد ښار کې د فابريکو ډېرښت هوا ککړه کړې

author avatar
23 Dec 2019 - 10:53
جلال اباد ښار کې د فابريکو ډېرښت هوا ککړه کړې
author avatar
23 Dec 2019 - 10:53

جلال اباد (پژواک، ٢ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي د صنعتي فابريکو د غیر معیاري فعالیت او ډېرښت له امله د هوا او اوبو ککړېدو اندېښمن کړي او غوښتنه کوي چې فابريکې دې صنعتي ښارګوټو ته ولېږدول شي.

د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار کې له ۲۵۰ نيولې تر ۳۰۰ پورې کوچنۍ او لويې فابريکې شته چې له يوې خوا يې چاپېريال ککړ کړی او له بل پلوه يې د خلکو ورځني ژوند ته خنډونه جوړ کړي دي.

ځايي استوګن وايي، د فابريکو ډېروالي او غیر معیاري فعالیت له امله هوا ککړه شوې او هم ورسره په ځينو ځايونو کې اوبه ککړې شوې دي. د دې ترڅنګ د فابريکو د ماشينونو غږونو او شور ماشور خلک په تکلیف کړي دي.

خو د ننګرهار د چاپېريال ساتنې اداره وايي، دې برخې ته يې پام ډېر کړی او تر ډېره هغه فابريکې چې خطرات يې زيات وو، له ښاره انتقال شوې او د نورو په اړه هم کار روان دی.

د جلال اباد ښار د درېيمې ناحیې اړوند د بابړيانو سيمې اوسېدونکی غلام حضرت وايي، د کور ترڅنګ يې د اوسپنې ويلې کولو او ګول سیخ جوړولو فابريکه موجود ده چې د فعاليت پر مهال يې لوګي د خلکو په کورونو ور غورځېږي او خلکو ته روغتيايي ستونزې جوړوي.

دغه راز د پنځمې ناحيې اړوند د اوومې ویالې سيمې اوسېدونکي فرهاد پژواک ته وويل، د دوی د کور ترڅنګ د يخ جوړولو فابريکه موجود ده چې هم يې د اوبو د وتلو له امله سيمه ککړه کړې او هم د فابريکې شاوخوا سيمو کې د اوبو کچه کمه شوې؛ ځکه په اوړي کې فابريکه څلرويشت ساعته اوبه را وباسي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع هم وايي چې په دې اړه ورته ډېر شکايتونه شوي چې تر ټولو ډېر شکايت په جلال اباد ښار کې د اوسپنې ويلې کولو له فابريکې شوی دی.

هغې زياته کړه، دا موضوع يې خپله د چاپېريال ساتنې ادارې او د ولايت په اداري غونډو کې شريکه کړې چې هغوی ورته د حل ډاډ ورکړی دی.

د ننګرهار د چاپېريال ساتنې ادارې رييس پوهنمل امين الله يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، په جلال اباد ښار کې له ۲۵۰ نيولې تر ۳۰۰ پورې لويې او وړې فابريکې موجودې دي چې هوا، اوبه او خاوره ټول يې ککړ کړي دي.

خو نوموړی وايي، د جلال اباد ښار د هوا ککړتيا دومره هم نه ده چې په اړه يې اندېښنې پيدا شي خو که د فابريکو موجوديت دوامداره شي نو هوا هغه حد ته رسېدلی شي چې د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي.

د هغه په وينا، په جلال اباد ښار کې د نوو فابريکو جوړېدو ته جواز نه ورکول کېږي، هغه فابريکې چې ډېر مضرې دي، هغه انتقال شوې او د ځینو د انتقال چارې روانې دي.

دی زياتوي: ((موږ درې کټګورۍ فابريکې لرو، لومړی هغه دي چې ډېرې مضرې دي، دويم منځمهالې مضرې او درېيم يې هغه برخه ده چې مضرې نه دي خو بيا یې هم په ښار کې موجوديت هوا ککړولی شي.

د لومړۍ ګټورۍ يو شمېر فابريکې چې هغو کې د جاوېد افغان د اوسپنې ويلې کولو فابريکه ده، يوه برخه يې چې د اوسپنې ويلې کول دي، هغه انتقال شوې اوس يوازې د ګول سیخ جوړولو برخه پاتې ده چې هغه هم انتقالېږي.))

د نوموړي په وينا،  په جلال اباد ښار کې د يخ جوړولو فابريکو لپاره يې هم يوه طرحه جوړه کړې چې را په روان اوړي کې به ياده طرحه عملي کېږي او د اوبو د کمښت مخنيوی به ورسره ترسره شي.

په دې وروستيو کې د جلال اباد ترڅنګ په کابل ښار کې هم د هوا د ککړتيا په اړه شکايتونه ډېر شوي دي.

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې د فابريکو لپاره دوه لوی صنعتي ښارګوټي جوړ شوي چې، يو يې د شيخ مصري ښارګوټی دی چې فعال دی او بل هم د حصارشاهي صنعتي ښارګوټی دی چې لا يې هم د برېښنا او امنيت نشتوالي له امله کارونه نه دي پيل شوي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.