محمودراقي (پژواک، ۸ مرغومی ۹۸): د ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د پروان ولایت د جبل سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مالي برخې یو افسر وژلی او د هغه دوه ملګري ټپیان دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندۍ ویاند عبدالشایق شورش وویل، دغه پېښه هغه مهال د جبل سراج ولسوالۍ په دامنه سیمه کې رامنځته شوه چې د دې قوماندانۍ د مالي برخې افسر عبدالمعشوق له څو ملګرو سره له کابله د کاپیسا ولایت د کوهستان اول سیمې ته خپل کور ته روان و.
د ده په خبره، عبدالمعشوق لومړۍ ټپي شوی و خو وروسته یې د پنجشېر ولایت په عنابه روغتون کې ساه ورکړه.
د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن