ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په امام صاحب کې د ځینو زورواکانو له خوا ځنګلونه وهل کېږي

د کندوز په امام صاحب کې د ځینو زورواکانو له خوا ځنګلونه وهل کېږي

author avatar
31 Dec 2019 - 14:43
د کندوز په امام صاحب کې د ځینو زورواکانو له خوا ځنګلونه وهل کېږي
author avatar
31 Dec 2019 - 14:43

کندوز ښار (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٨): د کندوز د ولايتي شورا غړي او ځيني اوسېدونکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ ځنګلونه د يو شمېر زورواکانو له لوري وهل کېږي خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.

خو بل لور ته د کندوز امنيتي مسوولين بيا وايي چې د ځنګلونو د پرې کولو د مخنيوي په برخه کې جدي اقدام کوي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګلونو د وهلو لړۍ چټکه شوې ده.

هغه وايي: ((دغه ځنګلونه د سيمې د زورواکانو او اوسيدونکو له لوري وهل کيږي او بيا پلورل کيږي، دا کار دوه ستونزې پيدا کوي يو دا چې ځنګلونه له منځه ځي او دويم دا چې د امو سيند اوبو ته لار پيدا کيږي ترڅو د استوګنې کورونو خواته راشي.))

دغه راز د امام صاحب د روضې سيمې اوسېدونکي خال محمد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ځنګلونه هر کال د زورواکانو او نظامي کسانو له لوري وهل کيږي.

دى وايي: ((هر کال دوى ځنګلونه وهي، څوک يې مخه نه نيسي، تر اوسه د امو سيند سلګونه هکتاره ځمکه لاندې کړې ده او اوبه نور هم دېخواته را روانې دي.))

د امام صاحب بل اوسيدونکي نعيم الله پژواک ته وويل: ((څو ځلې مو دا ستونزه له حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده خو څوک يې مخه نه نيسي.))

بل لور ته د امام صاحب ولسوال محبوب سعيد هم د ځنګلونو د وهلو موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د ځنګلونو د وهلو په تور يو شمېر کسان نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((موږ د دوو سوو هغو کسانو لست چمتو کړى چې ځنګلونه وهي، دغه لېست مو څارنوالۍ ته سپارلى دى، يو شمېر کسان يې نيول شوي او نور تر تعقيب لاندې دي.))

په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير پژواک ته وويل چې د دغه ولايت له ځنګلونو څخه جدي ساتنه کوي او هېڅ زورواکو ته د ځنګلونو د وهلو اجازه نه ورکوي.

بشير زياتوي: ((ما د امام صاحب ولسوالۍ امنيتي مسوولينو ته هدايت ورکړى چې هرڅوک ځنګلونه پرې کوي پر وړاندې يې جدي اقدام وکړي او هېچا ته د ځنګلونو د وهلو اجازه ور نه کړي.))

د کندوز د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت شاوخوا ٤٠ زره هکتاره ځمکه په ځنګلونو پوښل شوې ده چې ٢٠ زره هکتاره کې يې ميوه لروونکي له پسته او داسې نور دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.