ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېریال ساتنې برخې پلاوي په کابل ښار کې ځیني دود جوړوونکي مرکزونه وتړل

د چاپېریال ساتنې برخې پلاوي په کابل ښار کې ځیني دود جوړوونکي مرکزونه وتړل

author avatar
3 Jan 2020 - 15:04
د چاپېریال ساتنې برخې پلاوي په کابل ښار کې ځیني دود جوړوونکي مرکزونه وتړل
author avatar
3 Jan 2020 - 15:04

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۸): د چاپېریال ساتنې موظف پلاوي د ځینو دود زېږو فابریکو، لوړ پوړیزو ودانیو، هوټلونو او حمامونو فعالیتونه ودرول او د هغو د سون ځایونه یې مهرو لاک کړل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس شاه زمان میوندي وویل چې یاد پلاوی د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ، امنیې قوماندانۍ او د امنیتي حوزو له امرینو جوړ دی او د کابل ښار هوا د ککړ والي کمېدو په منظور جوړ شوی دی.

هغه د څلورو فابریکو د تړلو چې د بهسود بامیان د وسپني ویلي کولو، بهیر ګروپ، د خالد عرب او کابل کاغذ المونیمي وسایلو د تولید فابریکې په کې شاملې دي، خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه پروسه به د کابل هوا د ککړوالي کمولو په منظور دوام ولري.

نوموړی وایي چې دغه فابریکې د کابل د صنعتي پارک په ساحه کې دي چې د سون سیستم د غیر معیاري توب له امله یې فعالیتونه بند او د هغو د سون ځایونه مهر او لاک شول.

بلخوا اووه لوړپوړې ودانۍ چې سلطان ټاور، امیني ټاور، ماشاالله ټاور، برج کوه نور، الصفي پلازا، کارته چهار پلازا او نصرت پلازا په کې شاملېږي، د دود د تصفیې فلټر نشتوالي له امله وتړل شوې.

دغه راز موظف پلاوي د کابل ښار په درېیمه او پنځمه ناحیو کې یو هوټل او یو حمام چې د دود د تصفیې سیستم یې نه درلود، هم وتړل، د ممتاز محل هوټل او د انار برج ته یې بېرته اجازه ورکړه.

د دې په دوام ټاکلي پلاوي د خان سټېل او میهن د اوسپني ویلي کولو فابریکو د دود سیستم له نږدې وکوت او د هغو فعالیت یې معیاري و ارزاوه او دغه راز یې د سپین غر غوړیو فابریکې له مالکه یې لیکلې ژمنه واخیسته چې د سون سیستم به یې معیاري کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس خبرداری ورکړ او ویې ویل: ((موږ په قوي اراده او جدیت سر، هغه منابع چې د کابل ښار هوا ککړوي، فعالیتونه یې بندوو او تړو یې.))

د دې ادارې مسوولین وايي چې د کابل ښار هوا د ککړ والي کمولو په موخه یې څارنه او تفتیش جریان لري او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ستر مرستیال خوشحال سعادت د دغو مرکزونو بندولو پر مهال وویل، هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د کابل ښار هوا ککړه کړي.

هغه وویل، په هغه صورت کې چې لوړ پوړیزې ودانۍ، هوټلونه او ... سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.