Pajhwok Afghan News

د شکایاتو کمېسیون: په ٥ ولایتونو کې نن شکایتونو ته رسېدنه پای ته رسېږي

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومي ۹۸): د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د جوزجان ولایت شکایاتو د پای ته رسېدنې له پرېکړې خبر ورکړی او وایي چې نن د د ورځې تر پایه په پنځو نورو ولایتونو کې شکایاتو ته رسېدنه پای ته رسیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون منشي او کمېشنر محمد قاسم الیاسي چې نن یې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل چې په جوزجان کې شکایاتو ته رسېدنه پای ته رسېدلې ده.

ده زياته کړه، د پروان، پنجشېر، بادغيس او دوو نورو ولایتونو چې راپور یې  ترواسه مرکزي دفتر ته نه دی رسېدلی، شکایتونه یې نن د ورځې تر پایه پاى ترسره کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مرستیال مولوي دین محمد عظیمي هم وویل چې د کمېسیون غړي هڅه کوي څو شکایتونو ته له ټاکل شوي وخت څخه مخکې رسېدګي وکړي.

بلخوا د ټاکنیزو شکایاتو رییسه زهرې بیان شینوارې وویل چې دغه کمېسیون د ټاکنیزو جرمونو ترسره کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژني.

نوموړې له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه ډېرو ثبت شوو شکایتونو ته په اشارې سره وویل چې شکایتونه په ۱۶ کټګوریو وېشل شوي دي.

د هغې په خبره، د ثبت شوو شکایتونو له ډلې ۶۸۸۱ یې د پایلو له فورم سره د بایو مټریک رایو د توپیر، ۱۱۹ شکایتونه د نوماند په ګټه د رایو له ډېر والي، ۵۵۲ شکایتونه د نومانو په زيان د رایو له کموالي، ۴ شکایتونه د یوه نوماند د رایو شمېر بل نوماند ته، ۲۸۲ شکایتونه له ټاکلي وخت څخه مخکې د رايې کارولو، ۳۸۱ شکایتونه له ټاکلي وخت څخه وروسته د رايې کارولو، ۶۵۷ شکایتونه د بې له بامټریک رایو او ۲۱۴۰ شکایتونه بې له کوم دلیل څخه د رایې ورکونې د محل د ابطال په اړه ثبت شوي دي.

نوموړې همداراز زیاته کړه، ۳۹ شکایتونه د پایلو د فورمونو ورکېدو، ۳۶ شکایتونه د شمېرنې وروسته د پایلو په فورم کې د بدلون، ۱۳۳۸ ناموجه شکایتونو، ۴ شکایتونه د بیا شمېرنې په بهیر کې د کارکوونکو د پلوۍ، ۳ شکایتونه د ناظرینو په غیاب کې د رایو د شمېرنې او ۱۲۰۹ شکایتونه د نورو مواردو په اړه ثبت شوي دي.

شینوارې د دې په ښکاره کولو چې شکایتونه د ماهیت له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي، زیاته کړه چې ۱۳۷۱ شکایتونه د ټاکنیزو درغلیو، ۴۳۰۳ شکایتونه د ټاکنیزو سرغړونو او ۳۲۷۲ نور شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په اړه ثبت شوي دي.

هغې ښکاره کړه چې د ټاکنیز شکایتونو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو په اړه جرمونه څېړلي او تشخیص کړي چې ترسره کوونکي یې تر تعقیب لاندې عدلي او  قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شي.

د دې په وینا، ټولو ثبت شوو ټاکنیزو شکایتونو ته په ټول هېواد کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ولایتي دفترونو کې د رسېدنې کار په تېزۍ سره روان دی او په ځینو ولایتونو کې د ثبت شوو قضیو په اړه پرېکړې پیل شوې دي.

همدا راز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رییسې وویل، له ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه د یوه «عمومي یوزر جوړېدو چې سیستم ته د لاسري لپاره» وي، غوښتنه کړې، خو تراوسه یې له ټاکنو کمېسیون څخه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند استازي محمد میرزا حق پرست پژواک ته وویل  چې د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون لپاره د یوزر د جوړولو په اړه، نن د ورځې تر پایه پرېکړه کېږي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې چې لومړنۍ پایلې يې د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان شوې.

Views: 0

Exit mobile version