ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې پنځه طالبان د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې وژل شوي

author avatar
5 Jan 2020 - 12:14
author avatar
5 Jan 2020 - 12:14

هرات- پلخمري (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې په هرات ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او په بغلان کې پوليسو ٧٩ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ګلران ولسوالۍ په سياه کمرک سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه موټر هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او موټر يې له منځه تللى دى.

فرهاد زياتوي: ((دغو کسانو غوښتل چې د ګلران ولسوالۍ مرکز ته د ډله ييز بريد لپاره ولاړ شي چې په لاره کې پرې بريد وشو او ټول وژل شوي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په بغلان کې پوليسو نشه يي توکي نيولي دي.

 
 

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وویل چې د نشه يي توکو پر وړان

دې د مبارزې پوليسو تېره شپه د پلخمري ښار د شمرق په سيمه کې په يوه موټر کې نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه وايي: ((په هېنو موټر کې د بوسو په منځ کې يې ٧٩ کيلوګرامه چرس بار کړي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې انتقال کړي چې زموږ د پوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.))

بشارت زياته کړه چې د يادو نشه يي توکو د انتقال په تور دوه کسان هم نيول شوي دي.

د يادونې ده، د بغلان له نشه يي توکو سره د مبارزې يو شمېر پوليس بهر ته د زده کړو لپاره استول شوي چې له هغه وروسته يې د نشه يي توکو په کشف او ترلاسه کولو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.