ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په هلمند او ننګرهار کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

“په هلمند او ننګرهار کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

author avatar
5 Jan 2020 - 15:20
“په هلمند او ننګرهار کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”
author avatar
5 Jan 2020 - 15:20

لښکرګاه/ جلال اباد (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): چارواکي وايي چې په ننګرهار او هلمند ولايتونو کې په ځینو پېښو کې ٢١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن عبدالقدیر بهادرزي د مرغومي په ١٥ه پژواک اژانس ته وویل، د وسله والو طالبانو ۱۴ کسیز ګروپ غوښتل چې په نادعلي کې د لومړي کنډک پر يوې امنیتي پوستې ډله ييز برید وکړي.

هغه زياته کړه، په همدې سيمه کې د طالبانو يوه بله ډله چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې، له يادې ډلې سره نښته کړې چې په پايله کې له دواړو ډلو شپږ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د یوه سرګروپ په ګډون ۸ طالبان وژل شوي دي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي بريد نن سهار د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په احمدخېلو سیمه کې شوى دی.

سرچينې زياته کړې، په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو د ميوند ګروپ درې مهم غړي سرګروپ  شوکت مشهور په ساحل، نصیراحمد مشهور په ابوبکر، شاهین او پنځه نور هم وژل شوي دي .

د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.