پاراخ (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۸): د پنجشېر د کلیو پراختیا رییس محمد نعیم دستګیر د کابل په کلکان ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو او په موټر کې ورسره درې نور سپاره کسان ټپیان شوي دي.
د کابل د کلکان ولسوال محمد غفور پوپلزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل - پروان پر لویه لار د کلکان ولسوالۍ په پل بابوش سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، د پنجشېر د کلیو پراختیا رییس محمد نعیم دستګیر په هایلکس موټر کې پنجشېر ولایت ته دندې ته پر لاره و چې موټر يې د یخک له امله له سړکه ووت او چپه شو.
نوموړي وویل چې په یاد موټر کې درې نور سپاره کسان ټپیان شوي چې د کلکان ولسوالۍ کلینیک ته وړل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند محمد منصور عنابي د دې پېښې پر تایید سربېره وویل چې محمد نعیم دستګیر د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی و او په پنجشېر کې یې د کلیو پراختیا د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن