ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې له ۴۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

7 Jan 2020 - 15:16
7 Jan 2020 - 15:16

ښرنه (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): په پکتيکا کې د جګړو له امله له څلور سوه بېځايه شوو کورنيو سره د څه باندې شپږ ميليونه افغانيو نغدي مرستې وشوې.

بل لور ته د دغه ولايت بې ځايه شوې کورنۍ وايي چې د ژمي په دې سړو شپو ورځو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دوى له ډلې د مرغومي په ١٧مه د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي علي شاه پژواک ته وويل چې د سختو جګړو له امله مرکز ښرنې ته راکډه شوي دي.

هغه وايي: ((سخت جنګ و، دلته ښرنې ته راغلي يو، په کور کې ١٣ کسان يو، کاروبار نشته، هوا سړه ده، په سخت مشکل کې يو.))

دغه راز يوې مېرمنې فريدې پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې له زابل ولايت څخه مرکز ښرنې ته کډه شوي دي.

هغې وويل: ((هلته زموږ په ځاى کې سخت جنګ و، دلته راغلي يو، په کور کې په لاس شيان جوړوو، هغه بازار کې خرڅوو خپله ګوزاره پرې کوو، خو اوس دا دوه ورځې ډېر يخ دى، په کور کې هېڅ هم نه لرو.))

همدارنګه د جاني خېلو ولسوالۍ بې ځايه شوي محمد کريم پژواک ته وويل: ((سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې، په سختو حالاتو کې ژوند کوي، حکومت بايد ډېره مرسته وکړي.))

يو شمېر نورو بې ځايه شوو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د مرستو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د پکتيکا د کډوالو چارو رييس زمريالي فضل يار پژواک ته وويل چې د دغو بې ځايه شوو له څلور سوه کورنيو سره پرون مازديګر نغدي مرستې وشوې.

هغه وايي چې هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالر ورکړل شول څو د ژمي لپاره د لرګيو ترڅنګ ګرمې جامې هم پرې واخلي.

ده وويل چې د مرسته کوونکو ادارو په همکارۍ به له نورو بې ځايه شوو کورنيو سره هم مرستې وکړي.

په ورته وخت کې په پکتيکا کې د افغان معيوبينو د لاسنيوي موسسې مسوولينو پژواک ته وويل چې د ژمي له پيله تر اوسه له ١٤ سوه بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version