کندهار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): د کندهار ښار په تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ۱۲مه ناحیه کې د څښاک د اوبو د یوې لویې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
په دې تړاو په ولایت مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د والي، ولایتي چارواکو او د سیمې د مخورو تر څنګ د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کنالیزاسیون عمومي رییس انجنیر حمید الله یلاني، د ځمکو او ښار جوړونې وزارت مرستیال انجنیر روښان ولسمل، د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر استازو ګډون کړی وو.
وروسته دغه پلاوی سیمې ته لاړ او د دغې شبکې د بنسټ ډبره یې کېښوده.
د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر محمد نادر کاکړ پژواک اژانس ته وویل، د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې لپاره د څښاک د اوبو دغه شبکه د خلکو د ډېرې سختې اړتیا او پر له پسې غوښتنو پر بنسټ د مرکزي ادارې له خوا منظور شوې ده.
هغه زیاته کړه، د څښاک د اوبو په دغه پروژه کې دوه شبکې (یوه د ۱۵۰ متره مکعبه او دویمه د ۳۱۰۰ متره مکعبه په وړتیا) شاملې دي.
دی وايي، په دې پروژه کې د ۱۰۴ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو د پایپونو غځول، د شبکې اړوند احاطوي دیوال، د ساتونکو خونه، د پمپ سټېشن، اداري ودانۍاو د ۶ ژورو څاګانو کېندل او تجیزات نصبول شامل دي.
نوموړي وویل، دغه شبکه د ۴۰۵ میلیونه افغانو په لګښت د ۲۴ میاشتو په موده کې جوړېږي چې د دغې سیمې ۶ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
د کندهار والي حیات الله حیات له مرکزي ادارې مننه وکړه چې د دې ولایت د خلکو اړتیا یې درک کړې او پر بنسټ یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي اسانتیاوو برابرولو هڅې پيل کړي دي.
هغه زیاته کړه، د دغې مهمې پروژې له بشپړېدو سره به د دې سیمې ۶ زره کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ولري او له شته ستونزو به خلاص شي.
حیات له کابل څخه له راغلي پلاوي وغوښتل چې د کندهار ښار په نورو برخو کې هم په ورته توګه د څښاک د اوبو شبکې جوړې کړي، ځکه ډېری خلک په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت عمومي رییس انجنیر حمید الله یلاني وویل، دغه اداره په پام کې لري چې په کندهار ښار کې د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې بنسټيزې پروژې پلې کړي.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې به د څښاک د پاکو اوبو رسولو د کوچنیو شبکو ته هم پراختیا ورکړي.
ده خبر ورکړ چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د اوبو رسولو د شبکې اړوند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي او ژر به یې د جوړولو چارې هم پیل شي.
د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو غړو په خپلو خبرو کې له حکومت څخه مننه وکړه چې د ۱۲مې ناحیې د اوسېدونکو د کلونو ستونزې ته یې د پای ټکی کېښود.
د کندهار ښار ۱۲مه ناحیه هغه سیمه ده چې اکثریت اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له جدي ستونزو کړېږي.
د دې سیمې اوسېدونکي د دغې پروژې په پیل کېدو خوښ دي.
د همدې ناحیې یوه اوسېدونکي محمد داود پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه ده او حکومت هم خلکو ته د اوبو رسولو شبکې خدمات نه دي وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، د دې سیمې ډېر اوسېدونکي د خپلې اړتیا وړ اوبه په بیه اخلي خو ټول د خپل ناسم اقتصادي وضعیت له امله دغه بیه نه شي پرې کولای او مجبور دي اوږد مزل وکړي او له جوړو شوو زېرمو اوبو راوړي.
دی غوښتنه کوي چې د دغې شبکې د جوړولو چارې دې په ښه توګه تر سره شي څو خلکو ته په دې برخه کې معیاري خدمات وړاندې کړي.
دا یوازې د کندهار ښار د همدې سیمې ستونزه نه ده، بلکې د کندهار ښار ډېرې سیمې له ورته حالت سره مخ دي او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو شبکې ته لاسرسی نه لري.
د معلوماتو له مخې، د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه نور اوسېدونکي د څښلو لپاره د پاکو اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
بل خوا چارواکي وايي، له بده مرغه په کندهار کې دا فرهنګ نه دی عام شوی چې خلک دې د اوبو تر لاسه کولو په بدل کې د شوي لګښت پیسې پر وخت تادیه کړي.
د دوی په خبره،، که دغه ستونزه حل شي او خلک د اوبو د لګښت بیلونه تحویل کړي نو دوی به وتوانېږي د ښار ټولو کورونو ته د اوبو نلونه وغځوي.
Views: 5