ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په سرپل کې پنځه روغتیايي کارکوونکي بېرته خوشي کړي

طالبانو په سرپل کې پنځه روغتیايي کارکوونکي بېرته خوشي کړي

author avatar
26 Jan 2020 - 15:04
طالبانو په سرپل کې پنځه روغتیايي کارکوونکي بېرته خوشي کړي
author avatar
26 Jan 2020 - 15:04

 

سرپل (پژواک، ۶ سلواغه ۹۸): سیمه ییز مسوولین وايي چې طالبانو د روغتیايي ټېم هغه پنځه غړي چې ۱۲ ورځې مخکې یې په کوهستانات ولسوالۍ کې نیولي وو، تېره ورځ يې بېرته خوشي کړي او په یاده ولسوالۍ کې یې روغتیايي کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د سرپل د عامې روغتیا رییس ډاکتر نوراحمد اسحق وویل، طالبانو درې اوونۍ مخکې له ماشومانو د ملاتړ دفتر سره چې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو څارنه کوي ټيلېفوني اړیکه نیولې او د مادي امتیاز غوښتنه یې کړې وه.

د نوموړي په خبره، دغه ډله په مستقیم ډول د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د تطبیق له دفتره پیسې نه دي غوښتې بلکې د بېلا بېلو اړیکو له لارې یې دوی ته د معاش ورکولو غوښتنه کړې خو دوی یې دغه غوښتنه نه ده منلې.

نوموړي وویل، وروسته طالبانو د کوهستانات ولسوالۍ  په کچن سیمه کې د روغتیايي کارکوونکو پنځه کسیزه ډله نیولې وه او له دوولس ورځو وروسته یې بېرته خوشي کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((د قومي مشرانو، عامې روغتايي مسوولینو او سرپل ولایت د مقام له هڅو وروسته یې نن د طالبان پیغام ترلاسه کړی دی، طالبان ژمنه کړې چې له دې وروسته له روغتیايي برخې سره کار نه لري او روغتیايي کارکوونکي کولای شي په یاد ولایت کې خدمت وکړي.))

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د پنځه کسیز روغتیايي ټېم د نیولو په اړه ځانګړي څه نه دي ویلي خو په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یې ویلي: ((موږ هېڅکله روغتیايي کارکوونکو ته ستونزې نه جوړوو، خو ځینې وختونه په یو شمېر ولایتونو کې ستونزې رامنځته کېږي او قراردادي موسسې د قرارداد او ژمنې مطابق عمل نه کوي، هڅه کوي چې دوی ته د یو کال ورکړل شوې بودیجه په اصلي کارونو مصرف نه شي او په هغه کې غلا کوي.))

نوموړي زیاتوي چې له همدې امله طالبان مجبورېږي څو داسې اقدامات ترسره کړي چې په روغتونونو او کلینیکونو کې د ډاکترانو د اکمال او تجهیزولو په برخه کې اغېزمن وي او قراردادیان مجبور کړي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.