کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): په افغانستان کې امريکايي ځواکونه وايي چې په غزني کې لوېدلې الوتکه د دوى ده، خو د طالبانو له خوا يې د ويشتلو ادعا رد کړې ده.
دا الوتکه پرون له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د غزني د ده يک ولسوالۍ د سدو او شيرا سيمو ترمنځ د روزي کلا په سيمه کې لوېدلې ده، لومړی اوازې وې چې دا د اريانا افغان هوايي شرکت مسافر وړونکې لوتکه ده، خو د اريانا افغان هوايي شرکت له خوا دغه راپورونه رد شول.
له پېښې تر څو ساعتونو وروسته پورې هم هېڅ افغان او بهرني چارواکي د پېښې د څرنګوالي او د لوېدلې الوتکې د نوعيت په اړه څه نه ويل، خو له پېښې پنځه ساعته وروسته طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې دا د امريکايي ځواکونو نظامي الوتکه ده.
طالبانو ادعا کړې چې په دې پېښه کې د امريکا د استخباراتو (سي اى اې) د افسرانو په ګډون ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي دي.
خو له ياد پېښې شاوخوا نهه ساعته وروسته په افغانستان امريکايي ځواکونو ومنله چې لوېدلې الوتکه د دوى اړوند ده.
د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ په ټويټر کې ليکلي چې د (اي ١١ اې) ډوله دغه پوځي الوتکه په غزني ولايت کې لوېدلې او په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
خو هغه په دې پېښه کې د دښمن لاس لرل رد کړي دي.
د پژواک د خبريال د سترګو ليدلى حال:
په غزني کې د پژواک خبريال سيف الله مفتون چې د ورځې ناوخته د پېښې ځاى ته ورغلى و، وايي، پر الوتکې د امريکا د ځانګړو کومانډو ځواکونو ټاپه لګېدلې ده.
هغه زياته کړه چې د دوو وژل شوو پيلوټانو جسدونه يې هم وليدل او د سيمې خلکو ويل چې د الوتکې څلور کسان په تېښته بريالي شوي دي.
مفتون وويل چې د پيلوټانو جسدونه د سيمې د اوسېدونکو له خوا له الوتکې ايستل شوي او د الوتکې ساحه د طالبانو له خوا کلابنده وه، هر څوک يې نږدې نه پرېښودل.
د نوموړي په وينا چې د امريکايي ځواکونو جېټ او بې پيلوټه الوتکو په وقفه يي توګه پر سيمې الوتنې کولې.
د پژواک خبريال د لوېدلې الوتکې په ساحه کې ځيني نيمه سوځېدلي اسناد او ورقې هم موندلې چې پرې په انګليسي ليکل شوي دي.
هغه وايي چې د لوېدلې الوتکې په شاتنۍ برخه کې يوه خونه ده، دروازه يې تړلې وه، خو نوره برخه يې سوځېدلې ده.
ده زياته کړه: ((په سيمه کې د سوځېدلو غوښو بوى زيات و، کېداى شي يو شمېر نور کسان هم سوځېدلي وي.))
د پژواک خبريال وايي چې الوتکه د ده يک ولسوالۍ د سدو او شېرا ترمنځ روزي کلا ته نږدې لوېدلې ده، دا سيمې له کلونو راهيسې د طالبانو په لاس کې دي.
د هغه په وينا، د سيمې خلک وايي چې الوتکې په هوا کې يوه بغله شوه، د ځمکې لوري ته کږه راتله، کله چې پر ځمکې ولګېده، څو ټوپونه يې ووهل او بيا په کې اور ولګېد.
Hits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن