ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل او بلخ ځینو خلکو له پاکستانه د منظور پښتین د ژر خوشي کولو غوښتنه وکړه

د کابل او بلخ ځینو خلکو له پاکستانه د منظور پښتین د ژر خوشي کولو غوښتنه وکړه

author avatar
29 Jan 2020 - 17:06
د کابل او بلخ ځینو خلکو له پاکستانه د منظور پښتین د ژر خوشي کولو غوښتنه وکړه
author avatar
29 Jan 2020 - 17:06

کابل-مزارشريف (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): په کابل او بلخ ولايتونو کې مدني فعالانو، قومي مشرانو او ښځو د پاکستان د پوليسو له لوري د منظور پښتين له نيول کېدو سره مخالفت وکړ او ژر تر ژره يې د هغه د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان پوليسو د سلواغې په شپږمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ښار اړوند د تاکال په سيمه کې له يو شمېر نورو ملګرو سره نيولى دى.

د ولسمشر غني په ګډون زرګونو افغانان د منظور پښتين له نيول کېدو سره کلک مخالفت کړی او د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو د لاريونونو په ترڅ کې د پښتين د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې لړ کې نن په کابل کې د ښځو د واک خوځښت لسګونو غړو هم لاريون وکړ او د منظور پښتين د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه يې وکړه.

د دوې له ډلې ماریا توتاخېل پژواک ته وويل چې منظور پښتین د انسانیت او سولې لاروى دی، بايد ژر تر ژره را خوشی شي.

توتاخېل وویل، پاکستان دې د منظور پښتین پر ځای په دغه هېواد کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي او پر پښتنو دې نور ظالم نه کوي.

همدارنګه د پکتیا د ځوانانو پارلمان استازې نادیه حکیمي منګل وویل چې دوی یوازې د منظور پښتین پر راخوشي کولو بسنه نه کوي، پاکستان بايد د دې ناوړې او ظالمانه کړنې ځواب ورکړي.

منګل زیاتوي، پاکستان ځکه منظور پښتین بندي کړ، که چېرې پښتانه سره یوځاى شي نو د دوی ظلم به پای ومومي.

د دغه لاريون يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له نړيوالۍ ټولنې يې غوښتنه وکړه چې د منظور پښتين په خوشي کولو خپل رول ولوبوي.

د دوى په وينا، که چېرې د پاکستان حکومت پښتين را خوشی نه کړي، دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونه مدني فعالانو او قومي مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ او د پاکستان پر خلاف اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکو غوښتنه کوله چې پاکستان بايد له کوم قيد او شرط پرته منظور پښتون بېرته راخوشی کړي.

دغه معترضين د سلواغې په ۹مه د بلخ ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو او د لر او بر يو افغان شعارونه يې ورکول.

په بلخ ولايت کې د مدني او ټولنيزو چارو فعال سيرت نوري پژواک ته وويل چې د بشري او انساني حقونو د تامين په موخه دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ راټول شوي دي.

هغه زياته کړه چې منظور پښتين اوس له قومي دايرو راوتلی او د نړۍ په هر ګوټ کې چې ظلم او بې عدالتي وي، بايد پر وړاندې يې مبارزه وشي.

د هغه په وينا، پاکستان تل د بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې خصمانه کړنې ترسره کړې دي.

د مزارشريف اوسېدونکې ملالۍ افغان هم ياد لاريون ته په خپلو خبرو کې وويل چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه ملاتړ د هر افغان حق او مسووليت دی.

هغې زياته کړه چې پې ټي اېم د ټولې سيمې لپاره د سولې او امن فضا رامنځته کېدو په لټه کې دی.

نوموړې په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې د منظور په نيولو سره به د حق غوښتنې دغه اواز چوپ نه شي بلکې په وينا يې چې لا به د خلکو شور او عدالت غوښتنې نارې اوچتې شي.

همدارنګه د بلخ د ولايتي شورا غړي عبدالوکيل له ملګرو ملتونو او د بښنې له نړيوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غږ پورته کړي.

د ولايتي شورا دغه غړي همدا راز له پاکستانه وغوښتل چې افغانستان کې دې خپله لاسوهنه بنده کړي.

د دغه لاريون په پای کې پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم خپور شو چې په کې پر نړيوالې ټولنې غږ شوی وو؛ څو د پاکستان د ناقانونه کړنو مخه ونيسي.

د پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي وو: ((موږ د بلخ ولس له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه غواړو چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، موږ افغانان به په ټوله معنى د هغوی په ملاتړ ولاړ يو.))

د يادونې ده، د بښنې نړيوال سازمان هم د پاکستان دغه ګام غندلی او د منظور پښتين د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.