کندوز ښار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د سلواغې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په مقام، بازار او قرلق سيمو کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ١٢ د ملي اردو سرتېري او يو پوليس وژل شوي، اووه د ملي اردو سرتېري او څلور پوليس ټپيان شوي دي.
سرچينه وايي چې په دې جګړه کې تر لسو ډېر طالبان هم وژل شوي خو طالبانو د ملي اردو يو بريدمل له ځان سره بيولى دى.
دغه راز د دشت ارچي د بازار اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه ١١ بجې جګړه پيل شوه او تر سهاره يې ادامه درلوده.
ده وويل: ((طالبانو په بازار کې دوه پوستې هم سوځولې دي، دغه جګړه مرګ ژوبله هم لري خو ماته يې دقيقه شمېره نه ده معلومه.))
د کندوز د امنيې قوماندانۍ او ولايت مقام مسوولينو د يادې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په کلوپ سيمه کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه بريد کړى دى.
هغه ادعا کوي، دغه قرارګاه طالبانو نيولې چې په ترڅ کې يې ٣٥ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
مجاهد زياته کړې چې په دغه بريد کې طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، دشت ارچي د کندوز ښار شمال ختيځ ته پرته ولسوالۍ ده چې د ډېرو برخو کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن