مزارشريف ( پژواک، ١٤ سلواغه ۹۸): په بلخ کې افغان امنيتي چارواکي وايي چې د شاهين په نوم د پيل شويو عملياتو په لړ کې يې نهر شاهي ولسوالۍ په بشپړ ډول، د بلخ او شورتېپې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ساحې يې تصفيه کړې دي.
د شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد حنيف رضايي د سلواغې په ۱۴مه، پژواک ته وويل، چې د دغو عملياتو په لړ کې به د بلخ ټولې نا امنه سيمې د وسله والو ډلو له شتونه پاکې کړای شي.
هغه زياته کړه، تر دې دمه يې د بلخ ولايت نهر شاهي ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او د دغه ولايت په بلخ او شورتېپې ولسوالۍ کې هم زياتې سيمې تر حکومتي کنټرول لاندې راغلې دي.
د رضايي په خبره، په لومړي پړاو کې به افغان ځواکونه هڅه وکړي، چې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې شته امنيتي ګواښونه له منځه يوسي.
د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي، چې ياد عمليات به په بلخ کې د هغو ټولو سيمو تر نيولو او تصفيې پورې دوام ولري، چې دمګړۍ د طالبانو په ولکه کې دي او يا هم دغه ډله نفوذ پرې لري.
نوموړي همدا راز وويل، چې دمګړۍ دغه پوځي عمليات د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې روان دي.
چارواکي د يادو عملياتو په جريان کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي؛ خو زياتوي، چې دقيق ارقام به يې وروسته اعلان کړي.
د بلخ ولايتي شورا هم ياد عمليات، د بلخ د امنيت لپاره مهم اقدام بولي.
د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، چې له څو مياشتو راهيسې بلخ کې امنيتي وضعيت کړکېچن و.
حديد زياتوي، امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی چې د بلخ امنيت د ټينګښت لپاره به خپلې ټولې هڅې کوي.
د هغه په وينا، حکومت غواړي، چې شمال کې شته امنيتي ننګونې له منځه يوسي.
د ولايتي شورا رييس همدا راز وايي، چې پخوا په دغه ولايت کې ترسره شوي پوځي عمليات تر ډېره لنډمهالي وو، چې پايله يې هم د لږې مودې لپاره محسوس کېدله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن