ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال کونړ کې څه دپاسه يو ميليون نيالګي ايښودل کېږي

سږ کال کونړ کې څه دپاسه يو ميليون نيالګي ايښودل کېږي

author avatar
9 Feb 2020 - 17:42
سږ کال کونړ کې څه دپاسه يو ميليون نيالګي ايښودل کېږي
author avatar
9 Feb 2020 - 17:42

اسعد اباد (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٨): ځايي چارواکي وايي، سږ کال په کونړ کې څه دپاسه يو ميليون مېوه لرونکي او زينتي نيالګي ايښودل کېږي.

د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي د سلواغې په ٢٠مه، دې ولايت کې د نيالګيو ايښودلو د کمپاين پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په دې ولايت کې ۱،۲ ميليونه مثمر، غير مثمراو زينتي بوټي ايښودل کېږي.

هغه زياته کړه، دا نيالګي په دولتي او نادولتي قوریوکې روزل شوي دي او سږ کال په يوه نوي پير سره کمپاين ترسره کوي.

ساپي وويل، سږکال يې په کونړ کې له معارف ریاست سره هوکړه ليک لاسليک کړی چې د ټولو ولسوالیو په ښوونځیو کې بوټي د ممتازو زده کوونکو په نوم نهالېږي او پالنه به يې هم هغوی کوي.

د نوموړي په وينا، ١٢٤ زره بوټي به معارف او نظامي ادارو ته وړيا ورکول کېږي،  همدارنګه به يواويازره يواځې د غوزانو بوټي به په بېلابېلو ولسوالیوکې کرل کېږي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په دې مراسمو کې وويل، د کرنې ریاست مکلفیت لري چې ټول ښوونځي او دولتي ادارې زرغون کړي .

ده زیاته کړه، ادارې به د مسولیت په اساس د نوو نیالګیو پالنه او ساتنه کوي چې ضایع نشي.

د اسعداباد يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل، هرکال کې د کرنې رياست له خوا په سلګونو زره بوټو د نهالولو راپورونه ورکول کېږي،  خو وروسته يې څارنه نه کېږي او ضايع شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د نهال شوو بوټو کلکه څارنه دې وشي ترڅو د دولت بودیجه نوره بې ځایه مصرف نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.