ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پر درې زره جريبه ځمکه باغونه جوړېږي

ننګرهار کې پر درې زره جريبه ځمکه باغونه جوړېږي

author avatar
10 Feb 2020 - 15:09
ننګرهار کې پر درې زره جريبه ځمکه باغونه جوړېږي
author avatar
10 Feb 2020 - 15:09

جلال اباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د باغدارۍ د پراختيا لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې او را روان کال به تر درې زره جريبه پورې د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ شي.

دوی وايي، همدا اوس هم د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د مېوې پنځه زره جريبه باغونه د ياد رياست له لوري جوړ شوي  او تېر کال يې له همدغو باغونو ۱۰زره ټنه بېلابېل ډوله مېوې ترلاسه کړې دي.

اوسمهال په ننګرهار کې د مالټو، شفتالانو، ناک، الوچو، زردالانو او نورو مېوو باغونه شته چې کروندګرو ته يې هم د نورو فصلونو په پرتله ښه عايد ورکړي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند انعام الله مياخېل د سلواغې په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، چې را روان کال دوی په دغه ولايت کې د باغدارۍ د پراختيا لپاره ډېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

هغه زياته کړه، په پلان کې ده چې را روان کال به له ۲۵۰۰ جريبه څخه نيولې تر ۳۰۰۰ جريبه پورې د مېوه لرونکو ونو نوي باغونه جوړ شي.

دی وايي، اوسمهال په ننګرهار کې د ۵۰۰۰ جريبه په شاوخوا کې د مېوه لرونکو ونو باغونه موجود دي چې ۲۰۰۰ جريبه يې د ۲۰۱۹ کال په جريان کې جوړ شوي دي.

د هغه په وينا، اوسني باغونو ښه حاصل ورکړی چې لږ تر لږه ۱۰زره ټُنه بېلابېل ډوله مېوه جات ترې راټول او بازار ته وړاندې شوي دي.

مياخېل وويل، باغونه کروندګرو ته د هغوی په خوښه جوړېږي او د د نيالګيو سربېره يې د ساتنې او پالنې لپاره وسايل او د اړتيا وړ کيمياوي سره او نورې دوايانې هم ورکول کېږي.

هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې يې باغونه کرلي وايي، د نورو فصلونو په پرتله ورته د باغ جوړېدو ډېره ګټه ورکړې ده.

د باغدارانو په خبره باغونه نه يوازې دا چې د مېوې حاصل ورکوي، بلکې د کال په اوږدو کې څو نور فصلونه هم ورسره کرلی شي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ميرزاخېلو سيمې اوسېدونکی غلام رسول چې په خپله يو جريب ځمکه يې د شفتالوو باغ جوړ کړی وايي، دغه تېر کال يې هم له باغ څخه شاوخوا ۶۰زره افغانۍ عايد ترلاسه کړی دی.

هغه زياته کړه، په باغ کې د کال په جريان کې څو ډوله سبزيجات هم کري چې د هغې ګټه هم ترلاسه کوي او اقتصاد يې هم ورسره د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.