ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وروستیو څلورو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي

په وروستیو څلورو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي

author avatar
26 Feb 2020 - 15:53
په وروستیو څلورو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي
author avatar
26 Feb 2020 - 15:53

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۸): د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ له پیل وروسته په وروستیو څلورو شپو او ورځو کې د تېرې اوونۍ د همدې وخت په پرتله ۹۴ سلنه وسله وال بریدونه کم شوي دي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته د تېرې شنبې ورځې د شپې له ۱۲ بجو وروسته د په ټول هېواد کې د «تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ» پیل شوه.

ټاکل شوې د دې اوونۍ په پای کې طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي څو په افغانستان کې یوه پایداره سوله ټینګه شي.

د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح په کابل کې د رسنیو د استازو یوې خبري ناستې ته وویل، د دولت وسله وال مخالفین د تاوتریخوالي اوونۍ د پیل له اعلان مخکې په ټول هېواد کې هره ورځ له اویا تر اتیا بریدونه ترسره کول.

د ده په خبره، د تاوتریخوالي کمښت په دې معنا دی چې د بریدونو کچه لږ تر لږه اتیا سلنه کمه شي.

هغه زیاته کړه چې حکومت او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښټ څاري او په هغه پورې اړوند مسایل په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره شریکوي.

د ده په خبره، ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې خبرو له لاسلیک وروسته د طالبانو، افغان حکومت او امریکایي ځواکونه د هغه د تطبیق او څارنې لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.

پژواک د تاوتریخوالي د کمښت څارنه کوي او موندلې یې ده چې د د تاوتریخوالي د اوونۍ له پیل څخه د تېرې  شپې تر شاوخوا ۱۲ بجو پورې ۱۸ بریدونه شوي، په داسې حال کې چې له هغې مخکې په ورته وخت کې په منځنۍ کچه ۳۰۰ بریدونه ترسره کېدل.

د پژواک راپورونه ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ په هېواد کې په منځنۍ کچه اویا تنو ته مرګ او ژوبله اوښته، خو په وروستیو څلورو شپو او ورځو کې دغه شمېر ۴۵ کسانو ته (۱۹ وژل شوي او ۲۶ ټپیانو ) ته کم شوی دی.

په تېرو څلورو شپو او ورځو کې دوه بریدونه په بلخ، ، یو برید د پکیتا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ، یو برید د ارزګان ولایت په چنارتوی ولسوالۍ، یو برید د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ، یو برید د کندهار په معروف ولسوالۍ او یو بل برید د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ، درې بریدونه په هلمند، یو برید په سمنګان، په میدان وردکو کې د یوه پله الوځول، او درې بریدونه په فراه ولایت کې ترسره شوي، دغه راز راپورونه ښيي چې وسله والو مخالفینو د دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال او د هغه دوه ساتونکي له موټر تر ښکته کېدو وروسته له ځان سره بېولي دي. همداراز په دغه موده کې یو یو برید په غزني او زابل کې هم ترسره شوي دي.

د یادو بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد تېره شنبې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو: ((د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو لپاره یوازې د ټولو ولایتونو پر مرکزونو، د قول اردوګانو پر مرکزونو، فرقو او غوڼدونو او دغه راز د بهرنیانو پر ټولو مرکزونو بریدونه نه ترسره کېږي، خو له یادو ځایونو پرته د مجاهدینو هر ډز باید سرغړونه ونه ګڼل شي ځکه دا عمومي اوربند نه دی.))

د یادونې ده، د تاوتریخوالي د اوونۍ پر لومړۍ ورځ دوه وسله وال بریدونه چې پر وسله والو مخالفینو پورې تړاو نه لري ترسره شوي دي.

راپورونه وايي چې د حزب اسلامي یو قوماندان په سمنګان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو په یوه برید کې ووژلو او د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی دی، او د پروان د خلکو سناتور محمد صالح او د دغه ولایت د بګرام د مجاهدینو شورا د رییس شاه جهان د کسانو ترمنځ په وسله واله نښته کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

همداراز تېره ورځ د کونړ ولایت په څوکي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د داعش ډلې په کسانو هوایي برید شوی دی.

حکومتي چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د داعش ډلې دوه کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تاوتریخوالي د کموالي په اوونۍ کې دولتي او بهرني ځواکونه پر طالبانو او طالبان په یادو ځواکونو خپل بریدونه کموي او داعش ډله د دغه پرېکړې برخه نه ده.

همداراز تېره ورځ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ناپېژانده وسله والو په برید کې د وردګو ولایت یو څارنوال ټپی شوی دی.

تېره ورځ د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم د ناپېژاندو وسله والو په برید کې یو محصل وژل شوی و.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.