ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امنيه قوماندان : هيڅوک له دولتي ادارو سياسي ګټه نه شي پورته کولى

د بلخ امنيه قوماندان : هيڅوک له دولتي ادارو سياسي ګټه نه شي پورته کولى

author avatar
5 Mar 2020 - 15:44
د بلخ امنيه قوماندان : هيڅوک له دولتي ادارو سياسي ګټه نه شي پورته کولى
author avatar
5 Mar 2020 - 15:44

مزارشريف ( پژواک، ۱۵کب ۹۸) : د بلخ امنيه قوماندان  وايي، پوليس به هېچا ته اجازه ورنه کړي؛ څو د سياسي موخو لپاره د دولتي ادارو مخکې تجمعات وکړي او يا په خشونت لاس پورې کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۱۵مه، د مزارشريف ښار امنيتي وضعيت د ارزولو او همدا راز نوي کال او نوروز مراسمو ته د تياري په تړاو جوړ شوي پروګرام کې وکړې.

په دغه غونډه کې د بلخ امنيه قوماندانۍ سربېره د ښاروالۍ، حج او اوقافو مسوولينو او همدا راز د مزارښار د بېلابېلو ناحيو اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د بلخ امنيه قوماندان محمد اجمل فايز د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د نوي لمريز کال او نوروز جشن مراسمو لپاره يې بشپړ امنيتي چمتووالی نيولی دی.

هغه همدا راز له خلکو څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د هر ډول مشکوکې پېښې په ليدلو سره دې د پوليسو ۱۱۹ شمېرې سره تماس ونيسي؛ څو امنيتي وضعيت لا ډاډمن شي.

نوموړي وويل، چې د امنيتي چمتووالي پلان له جوړولو وروسته به بيا د نوروز جشن د امنيتي خونديتوب په تړاو بشپړ جزئيات رسنيو سره شريک کړي.

د بلخ امنيه قوماندان همدا راز وويل، هغو کسانو ته به د دولتي ادارو مخکې د تجمعاتو او يا هم خشونت اجازه ورنه کړي، چې سياسي موخې لري.

هغه وويل: (( ښايي په څو ورځو کې د حکومت په کچه ځينې مهم مسايل راپورته شي، ممکن د تحليف مراسم ترسره شي او تر څنګ يې ځينې نور مهم مسايل هم، يوه غوښتنه مې له خلکو دا ده، چې د سياسي موخو لپاره استعمال نه شي، موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د دولتي ادارو مخکې د سياسي موخو لپاره تجمعات او يا هم خشونت  وکړي)).

ده زياته کړه چې خلک بايد د خپل نظام تر څنګ ودرېږي او د هغو کړيو د استفادې وړ ونه ګرځي، چې موخه يې د ګډوډۍ او تشنج رامنځته کول دي.

د بلخ امنيه قوماندان که څه هم د چا نوم وانخيست خو د خبرو موخه يې د تحليف له مراسمو وروسته د ممکنه جنجالونو رامنځته کېدل وو او ډاډ يې دا وو، چې مزارشريف کې به چا ته د غير قانوني کړنو اجازه ورنه کړي.

هغه له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د امنيت د ټينګولو په موخه له پوليسو سره همکاري وکړي.

نوموړي همدا راز وويل، چې بلخ ولايت کې ټول امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او د تاوتريخوالي کمولو لړۍ کې يې خپل مسووليت په ښه توګه ادا کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.