Pajhwok Afghan News

پاکستان د پي ټي اېم مشران علي وزير او داوړ کابل ته له راتلو وګرځول

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٨ ): د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو علي وزير او محسن داوړ ته اجازه ورنه کړه چې کابل ته راشي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د يادو مشرانو ترڅنګ د غورځنګ يو شمېر مرکزي غړو ته د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره رسمي بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې وه چې هغوى نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې کابل راشي، خو د پېښور په هوايي ډګر کې ورته د راتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او دواړه بېرته ګرځېدلي دي.

محسن داوړ او علي وزير په يوه ګډه خپره کړې ويډيو کې ويلي چې دوى پېښور هوايي ډاګر ته راغلي دي، خو ورته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه زياته کړې: ((د يوه غلام قوم په توګه چې څوک دلته ژوند کوي، له هغوى سره همدا ډول سلوک کېږي.))

علي وزير په دې ويډيو کې ويلي چې دوى ټکټونه هم اخيستي دي او په هوايي ډګر کې ورته وويل شول چې دوى د کورنيو چارو وزارت له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې په پاکستان کې له پښتنو سره د دويمې درجې وګړي په توګه چلند کېږي او د حکومت دغه کړنه يې وغندله.

هغوى دواړو ولسمشر اشرف غني ته په دويم ځل د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.

ټاکل شو ده چې سبا په ولسمشرۍ مانۍ ارګ کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ترسره شي.

Views: 2

Exit mobile version