ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې شپږ وسله وال د خپلو ماینونو چاودنو وژلي

کندهار کې شپږ وسله وال د خپلو ماینونو چاودنو وژلي

author avatar
8 Mar 2020 - 10:12
کندهار کې شپږ وسله وال د خپلو ماینونو چاودنو وژلي
author avatar
8 Mar 2020 - 10:12

کندهار ښار (پژواک، ١٨ کب ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په کندهار ولايت کې شپږ وسله وال طالبان د خپلو ماینونو چاودنو وژلي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لس بجې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کرز سیمه کې څلورو وسله والو غوښتل ماین ځای پر ځای کړي چې پرې چاودلی دی.

دی وايي، په چاودنه کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

نوموی دغه راز زیاتوي چې تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ده لاهور سیمه کې هم وسله والو غوښتل ماین ځای پر ځای کړي چې ماین پرې چاودنه کړې او دوه کسان یې وژلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.