ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: هره امنیتي پوسته چې په اخاذي ونیول شي، جدي قانوني چلند دې ورسره وشي

ولسمشر: هره امنیتي پوسته چې په اخاذي ونیول شي، جدي قانوني چلند دې ورسره وشي

author avatar
15 Mar 2020 - 18:39
ولسمشر: هره امنیتي پوسته چې په اخاذي ونیول شي، جدي قانوني چلند دې ورسره وشي
author avatar
15 Mar 2020 - 18:39

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٨): ولسمشر غني وايي، د عوایدو راټولېدو پروسه کې دې د غیر قانوني مداخلو او نفوذ مخنیوی وشي او هره امنیتي پوسته چې په اخاذي ونیول شي، جدي قانوني چلند دې ورسره وشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د مالیې وزارت رهبرۍ سره د یاد وزارت د مالي چارو او بودجې د مدیریت ښه والي او  د تشکیلاتي جوړښت د مؤثریت اړوند فرمان په اړه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د مالیې وزارت رهبرۍ د یاد فرمان د تطبیق په اړه د خپلو تیاریو او راتلونکو ګامونو راپور جمهور رئیس سره شریک کړ.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یاد فرمان د عملي کولو لپاره خپل اجراآت چټک او اصلاحات عملي کړي، ترڅو پر وخت د مالي ځان بسیاینې او عوایدو زیاتېدو په اړه ټاکل شوي هدف ته ورسېږو.

ده وویل، د عوایدو راټولېدو پروسه کې دې د غیر قانوني مداخلو او نفوذ مخنیوی وشي. په ګمرکونو کې دې اصلاحات ګړندي او د ګمرکونو زېربناوې دې جوړې شي.

هغه مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په بندرونو، صادراتو او وارداتو د کرونا وایروس اغېزې دې واضح وارزوي او هره امنیتي پوسته چې په اخاذي ونیول شي، جدي قانوني چلند دې ورسره وشي.

اشرف غني وايي، په ګمرکونو کې ګومارنې به د ازاد رقابت او شفافې پروسې له لارې ترسره او په دې پروسه کې مداخله کوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.