ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بنديانو د خوشې کولو لړۍ راتلونکې پيلېږي

د بنديانو د خوشې کولو لړۍ راتلونکې پيلېږي

author avatar
26 Mar 2020 - 09:25
د بنديانو د خوشې کولو لړۍ راتلونکې پيلېږي
author avatar
26 Mar 2020 - 09:25

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٩) : د افغانستان د حکومت او طالبانو د تخنيکي ټيمونو په دويمه ويډيويي ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د بنديانو د خوشې کولو لړۍ راتلونکې اونۍ د وري په ١١مه پيل شي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د وري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویډیو کنفرانس له لارې طالبانو سره ددويم ځل لپاره د زندانيانو د خلاصون پر لومړنيو تخنیکي اقداماتو خبري وکړې.

هغه زياته کړه، تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو سن، روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندي اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مي نېټې پوري سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ له خاطره د طالبانو د ډلي او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته خوشې شي.

فيصل وايي، په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به د طالبانو یو ټیم د حکومت سره په راتلونکو ورځو کي مخامخ لیدنه ولري.

د هغه په وينا، په دې ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د تروریزم سره د مبارزې او منازعاتو دحل په چارو کې د قطر هیواد استازي مطلق القطاني او د سره صلیب د پلاوي مشر خوان پیډرو هم شتون درلود.

بلخوا د طالبانو دقطر دفتر وياند سهيل شاهين هم په ټويټر کې ليکلي چې له افغان دولت له تخنيکي ټيم سره يې نن څلور ساعته د بنديانو د خوشې کولو پر موضوع مفصلې خبې کړې دي.

هغه زياته کړې، په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ د میاشتې پر ۳۱مه نیټه عملا پیل او د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره به د طالبانو یو تخنیکي پلاوى دبګرام محبس ته لیږي تر څو د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي

دامريکا او طالبانو تړون

د يادونې ده، چې دامريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې دسولې راوستلو) تړون  د روان لمريز کال د کب په ١٠مه، په قطر کې لاسليک شو.

ددې تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابريږي، خو تر دې مخکې لومړى بايد بنديان خوشې او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

خو ولسمشر اشرف غني تر تړون يوه ورځ وروسته په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د بنديانو د خوشې کولو لپاره يې له امريکا سره کومه ژمنه نه ده کړې.

نوموړي د بنديانو خوشې کول مشروط ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د دوامداره اوربند او سولې ته د طالبانو تر بشپړې ژمنتيا پورې دغه کار نه کوي.

خو څو ورځې مخکې ولسمشر د يو فرمان له مخې، د بنديانو خوشې کولو حکم وکړ، خو دا يې هم له زماني قيد سره مشروط کړل.

ولسمشر وويل چې لومړۍ به ١٥٠٠ بنديان خوشې کېږي او بيا به تاوتريخوالي او جګړې کمولو ته په کتلو پاتې نور خوشې کوي، خو طالبان له بين الافغاني خبرو مخکې د پنځو زرو بنديانو پر خوشې کولو ټينګار کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.