ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د فراه په بالابلوک کې د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوى پيل کړى

طالبانو د فراه په بالابلوک کې د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوى پيل کړى

author avatar
29 Mar 2020 - 18:17
طالبانو د فراه په بالابلوک کې د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوى پيل کړى
author avatar
29 Mar 2020 - 18:17

فراه (پژواک، ۱۰ وری۹۹): له درېیو ورځو راپدېخوا د ‎فراه د بالابلوک ولسوالۍ اړوند فراهرود کلي کې د طالبانو له خوا تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې خلکو ته د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

دغه راز  د مسافرو سکریننګ سیستم هم په یادې سیمې کې د فراه- هرات او فراه- کابل په لویه لاره د طالبانو د صحي ټيم له خوا فعاله دی.

‎ په فراه کې د طالبانو د صحت ولایتي مرستیال ‌‌‌‌‌‌ډاکټر مزمل د پورتنیو جزئیاتو په تاییدولو سره پژواک خبری اژانس سره په خبرو کې وويل، تر دمګړۍ له دوی سره هیڅ مثبته پېښه نه ه ثبت شوې، خو که پېښه ثبت شي، د تداوي او قرنطين لپاره یې د فراه په خاکسفید او بکواه ولسوالیو کې صحی مرکزونه ورته ځانګړي کړي دي.

‎د ده په وینا، تراوسه پورې د فراه په ټولو ولسوالیو کې د کرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی جریان لري.

‎نوموړی زیاتوي، د طالبانو د مشرتابه له خوا هر ولایت ته د کرونا ویروس د مبارزې په وړاندې ځانګړې بودیجه دوی ته ورکړل شوې او هغه هم د هدایت مطابق تر دمګړۍ زرګونه صابونونه او ماسکونه پرې اخيستل شوي او عام ولس ته توزیع شوي دي.

‎ د دغې سیمې یو اوسېدونکى عتیق الله دا مني چې طالبان پر عمومي سړک سکریننګ او خلکو ته عامه پوهاوی کوي.

‎په همدی حال کې څو ورځې وړاندې هم د عامې روغتیا وزیر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فیروزالدین فیروز پر طالبانو غږ کړى و چې د کرونا ویروس په اړه د مبارزې لپاره دې عمومي اوربند او یا هم د صحي خدماتو لپاره دې اسانتیاوي برابرې کړي.

‎د ویلو ده چې تر اوسه پورې په فراه ولایت کي د کرونا ویروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي چی دمګړۍ په ویروس اخته شوي کسان د ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري تر تداوې او قرنطين لاندې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.