ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کبانو ۱۷۱۴ فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده

په کندهار کې د کبانو ۱۷۱۴ فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده

author avatar
31 Mar 2020 - 12:09
په کندهار کې د کبانو ۱۷۱۴ فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده
author avatar
31 Mar 2020 - 12:09

کندهار (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): په کندهار کې د کبانو روزنې فارمونه ورځ تر بلې وده کوي چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کبانو ۱۷۱۴ فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده.

دغه فارمونه په کندهار ښار او ولسوالیو کې د کرنې وزارت او خصوصي سکتور له خوا جوړ شوي چې کوچنی هغه یې یو جریب او تر ټولو لوی فارم یې ۷۳ جریبه پراخوالی لري.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې د کبانو د روزنې د فارمونو جوړول په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل شوي او تر دې مهاله یې ډېره وده کړې ده.

هغه زیاته کړه، یوازې تېر ۱۳۹۸ لمریز کال په دې ولایت کې ۱۸۶ نوي فارمونه جوړ شوي دي.

د ده په خبره، په کندهار کې تر دې مهاله د کبانو د ټولو فارمونو شمېر ۱۷۱۴ ته رسېږي چې په همدې کال کې یې ۶۸۰۰ ټنه د کبانو غوښه تولید کړې ده.

دی وايي، دغه کبان د کندهار تر څنګ نږدې ولایتونو هلمند، فراه، هرات او ان کابل او ننګرهار ته هم استول کېږي او ښه مارکېټ لري.

د ده په خبره، اوس مهال په کندهار کې د یو من (۴،۵ کیلوګرامه) کبانو بیه ۱۴۰۰ افغانۍ ده.

نوري وايي، په کندهار کې درې ډوله کبان ګراس کارپ/Grass Carp، سلور کارپ/Silver Carpاو معمولي کارپ/Common Carp روزل کېږي خو تر ټولو ډېر یعنې ۹۰ سلنه یې ګراس کارپ دي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د ګراس کارپ کبانو روزنه ځکه زیاته ده چې د ساتلو شرایط یې اسانه دي، خوراک یې واښه، وچه ډوډۍ او نور دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.