ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کبانو ۱۷۱۴ فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده

31 Mar 2020 - 07:39
31 Mar 2020 - 07:39

کندهار (پژواک، ۱۲ وری ۹۹): په کندهار کې د کبانو روزنې فارمونه ورځ تر بلې وده کوي چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کبانو ۱۷۱۴ فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده.

دغه فارمونه په کندهار ښار او ولسوالیو کې د کرنې وزارت او خصوصي سکتور له خوا جوړ شوي چې کوچنی هغه یې یو جریب او تر ټولو لوی فارم یې ۷۳ جریبه پراخوالی لري.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې د کبانو د روزنې د فارمونو جوړول په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل شوي او تر دې مهاله یې ډېره وده کړې ده.

هغه زیاته کړه، یوازې تېر ۱۳۹۸ لمریز کال په دې ولایت کې ۱۸۶ نوي فارمونه جوړ شوي دي.

د ده په خبره، په کندهار کې تر دې مهاله د کبانو د ټولو فارمونو شمېر ۱۷۱۴ ته رسېږي چې په همدې کال کې یې ۶۸۰۰ ټنه د کبانو غوښه تولید کړې ده.

دی وايي، دغه کبان د کندهار تر څنګ نږدې ولایتونو هلمند، فراه، هرات او ان کابل او ننګرهار ته هم استول کېږي او ښه مارکېټ لري.

د ده په خبره، اوس مهال په کندهار کې د یو من (۴،۵ کیلوګرامه) کبانو بیه ۱۴۰۰ افغانۍ ده.

نوري وايي، په کندهار کې درې ډوله کبان ګراس کارپ/Grass Carp، سلور کارپ/Silver Carpاو معمولي کارپ/Common Carp روزل کېږي خو تر ټولو ډېر یعنې ۹۰ سلنه یې ګراس کارپ دي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د ګراس کارپ کبانو روزنه ځکه زیاته ده چې د ساتلو شرایط یې اسانه دي، خوراک یې واښه، وچه ډوډۍ او نور دي.

د ده په وینا، په یوه جریب فارم کې ۲۵۰۰ کبان روزل کېږي چې له کاله ۴۰۰۰ کیلوګرامه غوښه توليدوي او له ۴ تر ۶ سوه زره افغانيو عاید لري.

نوري دا هم وویل چې په کبان له دوو تر دریو میاشتو له یوه تر دوه کیلو ګرامه وزن اخلي، خو په کندهار کې د ډېر وزن لرونکي کبان هم شته او ان د یوه کب وزن ۱۴ کیلو ګرامه ته رسېږي.

خو د کندهار د مالدارۍ د ترویج مدیر د کبانو د روزنې په برخه کې د پرمختګونو تر څنګ د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه.

ده وویل، له بده مرغه په کندهار کې د کبانو د ناروغیو د تشخیص لابرتوار او درمل نشته او دوی ډېر مهال د کبانو درملنه د انساني درملو په وسیله کوي.

د دې ترڅنګ ده یادونه وکړه چې په دې ولایت کې د کبانو د نسل ګیرۍ یا د بچیو د تولید/Hatchery نه وه او د کبانو بچیان له پاکستان څخه راوړل کېدل او دلته روزل کېدل.

خو دی وايي، دا چې اوس مهال د کبانو د نسل ګیرۍ وخت دی او پاکستان د کرونا وایرس له وېرې له افغانستان سره خپلې لارې تړلې، د کبانو فارم لرونکي اړ شوي د کبانو د نسل ګيرۍ په موخه همدلته هیچري جوړه کړي.

د ده په خبره، دغه هیچري چې تازه د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې جوړه شوې د کبانو د لسګونه زره بچیانو د تولید وړتیا لري.

ده وویل، له دې سره به فارم لرونکي اړ نه وي د کبانو بچیان له بهره وارد کړي او بل به د فارم لرونکو تر منځ سالمه سیالي هم رامنځ ته شي.

توریالی توریال د کبانو هغه فارم لرونکی دی چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې یې تازه د کبانو د بچیانو د تولید فارم یا هیچري جوړ کړی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له کلونو راهیسې د کبانو د روزنې کار کوي خو تازه یې د کبانو د بچیانو د تولید کار هم پیل کړی دی.

دی وايي، اوس مهال په جوړه شوې هیچرۍ کې ۲۰۰ د نسل ګیرۍ کبان لري چې سږ کال به له ۲ تر ۳ میلیونه د کبانو بچیان تولید کړي.

فضل احمد د کندهار هغه اوسېدونکى دى چې د ښار په لوېديځه څنډه باغ پُل سيمه کې د کبانو لوى فارم لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې په دې ولايت کې د کبانو د غوښې تقاضا زياته وه نو اړ شوی د کبانو د روزلو فارم جوړ کړي.

د ده په خبره، څو کاله وړاندې يې د باغ پل سيمې په دوه جريبه ځمکه کې د کبانو فارم جوړ کړی او هر کال له خپل فارم څخه زرګونه کيلوګرامه غوښه تر لاسه کوي، چې هم په کندهار کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي او هم يې نژدې ولايتونو ته صادروي.

 

دغه کس يوازې د يوه فارم په جوړولو بسنه نه ده کړې، بلکې له خپل ځان سره يې لسګونه کسان نور هم په کار بوخت کړي دي.

فضل احمد وايي، د کندهار د ګڼو ولسوالیو تر څنګ يې په زابل، روزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې خلکو ته د فارمونو جوړولو لپاره د کبانو زرګونه واړه بچي ورکړي او دغه راز يې د کبانو پخولو څانګې هم پرانيستې چې هره ورځ په سلګونو مشتريان لري.

هغه زياتوي، د خپل فارم تر څنګ په يادو شوو ولايتونو کې له جوړو شوو فارمونو کبان اخلي او بيا يې د خپلو نمايندګيو له لارې بازار ته وړاندې کوي.

نوموړى له خپل کاره خوشحاله دى خو وايي دولت دې د کبانو له فارم لرونکو سره د سړو خونو، بسته بندۍ، د کبانو د ناروغیو د لابراتور او درملو په برخه کې مرسته وکړي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې د کبانوفارمونه د هېواد په کچه ۵۰ سلنه غوښه تولیدوي.

د ده په خبره، د ماهیانو دغه غوښه د کندهار تر څنګ شا و خوا ولایتونو او کابل ته هم لېږل کېږي.

دی وايي، که په کندهار کې د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي او دولت هم پاملرنه ډېره کړي نو په نژدې راتلونکې به دغه ولایت د کبانو په يوه لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان ته د کبانو ۴۰ سلنه غوښه له بهره واردېږي او ۶۰ سلنه په کور دننه له جوړو شوو فارمونو تر لاسه کېږي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.