ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پيښور او تورخم ترمنځ زرګونه ا فغانان بند پاتې دي

د پيښور او تورخم ترمنځ زرګونه ا فغانان بند پاتې دي

author avatar
6 Apr 2020 - 11:34
د پيښور او تورخم ترمنځ زرګونه ا فغانان بند پاتې دي
author avatar
6 Apr 2020 - 11:34

جلال اباد، کابل (پژواک، ۱۸ وری ۹۹) : د پاکستان لخوا افغانستان سره د لارو د خلاصیدو سره سم هلته زرګونه افغانان هیواد ته روان شوي، خو د ننګرهار چارواکي وایي چې دوی دورځې یواځې زر تنه مسافرین قرنطین کولی شی.

پاکستان د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه له تیرو دریېو اوونیو راهیسې افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې وې خو دافغانستان د حکومت په غوښتنه یې سر له نن څخه د څلورو ورخو لپاره د سپین بولدک او چمن ، تورخم لارې د مسافرینو او سوداګرۍ پر مخ پرانستله.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پرون اعلان کړی و، چې د له هوکړې سره سم د ورځې زر کسان به په تورخم ننګرهار ولایت ته ځي.

د سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې له مسافرینو غوښتل شوي وو، چې ښځو، ماشومانو ، سپین ږیزو او ناروغانو ته دې لومړیتوب ورکړي.

خو عیني شاهدان وایي چې نن سهار زرګونه کسان په سلګونو موټرو کې د پيښور له بیلا بیلو سیمو څخه د تورخم په لوري روان شوي دي، خو په لاره کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو لخوا یواځې زرو کسانو ته اجازه ورکړل شوي او نور یې درول شوي دي.

د صفت الله په نامه یو تن مسافر پژواک ته وویل چې د جمرود پر پاټک او نورو سیمو کې سلګونه موټر درول  شوي چې او ورته د مخکې تګ اجازه نه ورکول کیږي.

د عبدالبصیر په نامه یو بل مسافر چې تازه له تورخم څخه اوښتی پژواک ته وویل چې د ناروغانو ، ښځو ماشومانو پر ځای عادي خلک چې سهار وخته تورخم ته رسیدلي وو، له دروازې اوښتي دي.

په پيښور کې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو اتشه اسدالله فاروقي وایي چې خبره د زرو کسانو شوې ده، خو تر څلورو زرو کسانو پورې خلک د تورخم په لوري روان شوي دي.

هغه وایي، ډیری ناروغان چې اکسیجن ورته چالانه دی، ښځې او ماشومان په لاره کې ایسار دي.

د نوموړي په وینا، که د ورځې زر کسان پریږدي، نو په څلورو ورځو کې څلور زره کسان تللی شي، خو بیا هم تر لسو زرو پورې مسافرین دلته بند پاتې کیږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک ته وویل چې دا ټولې ستونزې یې د ننګرهار له والي شاه محمود میاخیل سره شریکې کړې او هغه به ورته د حل لاره پیدا کړي.

بلخوا والي شاه محمود میاخیل وایي چې له نن سهاره راغلي ټول مسافرین په تورخم ښارګوټي کې قرنطین کیږي.

هغه زیاته کړه، ټول مسافرین په یاد ښارګوټې کې لومړی سکریننګ کیږي،امنیتي پلټنه یې کیږي، ماسک ورکول کیږي، فاصلې مراعت کیږي او بیا په ځآنګړو موټرو کې چې پرلپسې په کې دواپاشي کیږي، قرنطین کمپ ته لیږدول کیږي .

 والي وایی، دوی په قرنطین کمپ کې په روغتیایي،خدماتي،امنیتي او نورو برخو کې بشپړ تدابیر لري او مسافرین به په کې د ۱۴ څخه تر ۲۱ ورځو پورې قرنطین کیږي .

د هغه په وینا،  یاده چاره د خلکو د ژوند خوندیتوب او کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه کوي او هیڅوک دې هڅه نه کوي چې د مسافرینو د قرنطین څخه د خلاصون په برخه کې واسطه وکړي .

د ننګرهار والي وایي، هغه کسان چې د کرونا ویروس علایم او نښې ونه لري، ډاکټران پرې مطمئن شي، له هغې وروسته به یې د خوشي کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي .

په همدې حال کې په قرنطین کې ځای پر ځای شوي مسافرین غوښتنه لري چې د کرونا ویروس د نښه او علایمو د پلټنې او پایلې د څرګندیدو وروسته د دوی د خوشي کېدو په اړه تصمیم ونیول شي،ترڅو د کورنیو سرپرستۍ ته ځآنونه ورسوي .

خو یو شمیر نور یې بیا تورخم ته په راتګ سره د خوښۍ احساس کوي او خوښ دي چې د کرونا د خپریدو د ویروې دوی قرنطین کیږي او له امله یې هېوادوال مطمئن کیږي .

په قرنطین کې ځای پر ځای شویو یو شمیر نور کسانو بیا د ننګرهار والي په مشرۍ د ټولو مسؤلینو څخه مننه کوي چې په قرنطین سیمه کې یې ورته ټول سهولتونه برابر کړي دي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.